دوښمن د اسلامي ایران بریاوې نه زغمي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په بیلابیلو علمي ټیکنالوژیو ، اقتصادي ، دفاعي ، سلامتیا او طبي حوزو کښې د هیواد بریاو ته په اشارې سره وویل دوښمن د ایران بریاوې نه زغمي.
د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د تهران په میدان« ازادۍ» کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښتمې کلیزې د لاریون کونکو په ټول کښې وویل نن سبا اسلامي ایران له ګواښونو او بایکاټونو سره سره د ثابتې شتمنۍ له ودې د پانګونې له ودې او اقتصادي ودې او په نورو برخو کښې له ودې څخه برخمن دی.
رئیسي وویل دوښمانانو چې کله ولیدل ایران په ټولو ډګرو کښې پرمختګ کوي او دریدلی نه دی نو یوه بله دسیسه یې وکړه او داسې فکر یې کاوه چې په بلواو سره د ایران د پرمختګ مخه ونیسي خو بیا یې هم ماتي وخوړله.
هغه په دې خبرې سره چې نن د ملي انسجام او وحدت او د پیوستون او د خلکو د حماسي ګډون ورځ دی ټینګار وکړ هغه کسان چې په وروستیو بلواو کښې دوښمن دوکه کړل پوه شي د ایران د ملت غیږه د دوې د منلو لپاره خلاصه ده او اوسنی حکومت به هم په حکومت او ادارو کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د پلار په شان کتنه تعقیب کړي.
د ایران ولسمشر رئیسي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران خلک پوه شوي دي چې د دوښمن مسله ښځه ، ازادۍ ، ژوند او بشري حقوق نه دي ډاګینه کړه دوښمن د ایران د ملت د خپلواکۍ له مینځه وړل، د ازادۍ او د ژوند سلبول غواړي او د ایران ملت په ښه ډول پوهیږي چې دوښمن د افغانستان د عراق د لبنان او د سوریې خلکو ته ژوند نه دی ورکړی چې اوس وغواړي د ایران خلکو ته ژوند ورکړي.
هغه په دې خبرې سره چې نن سبا د اسلامي انقلاب په برکت د ایران ښځې په علمي ، سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ډګرونو کښې پراخ شتون لري لویدیځو هیوادونو ته وویل مونږ د ښځو د حقوقو په ارتباط د مدعي په ځاې کښې یوو او تاسو د تورنو په ځاې کښې یاست چې د ډیرې ګټې د ترلاسه کولو لپاره له ښځو اوزارې استفادې کوئ.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي دغه راز د سوریې او ترکیې له زلزلې ځپلیو سره د خواخوږۍ په ترڅ کښې وویل ایران د ټولو ګاونډیو هیوادونو د سختو ورځو ملګری دی او دوښمن دې پوه شي که چیرې وغواړي په دغه سیمه کښې کوم ځاې پیدا کړي نو غلطۍ کوي ځکه چې د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې امنیت د امریکا او د هغې د متحدانو له وتلو سره تړلی ګڼي.
هغه دغه راز د منافقینو له ترهګرې ډلګې څخه د امریکا پیروۍ ته په اشارې سره چې د ایران ولس زره کسان یې شهیدان کړي دي د امریکا د کانګرس لخوا د ترهګرو ډلو له فهرسته د دغه ډلې نوم ایستل د حیرانتیا سبب وبلل.