ایران په افغانستان کې د سولې او امنیت پر ټینګښت ټینګار وکړ
د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر په افغانستان کې د سولې، ټیکاو او هوساینې لپاره د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو پر ملګرتیا او همغږۍ ټینګار وکړ.
د ایران زده کړیالانو خبري آژانس (ایسنا) د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر "سید کمال خرازي" په تهران کې د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي "یو شیاو یانګ" سره په کتنه کې څرګنده کړه: د افغانستان داخلي ستونزو ته د پاملرنې تر څنګ،باید په دې هېواد کې د ترهګریزو او افراطي ډلو فعالیت مخنیوی وشي کوم چې په طبیعي ډول د ګاونډیانو ملي امنیت ته زیان رسوي.
خرازي د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډو او په دغو ناستو کې د ترسره شویو مشورو هرکلی او د افغانستان د خلکو پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.
خرازي زیاته کړه، چې د ترهګرۍ ګواښونه یوازې د افغانستان پر وړاندې نه، بلکې د ټولو ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې دي او د مخنیوي لپاره یې د ګډې حل لارې موندل اړین دي.
د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر د افغانستان په اړه د ایران د ستراتیژیک سیاست په بیانولو سره، د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو د ګټو په پام کې نیولو سره، د ایران او چین ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ.
شياو يانګ د افغانستان په اړه د خپل هېواد د پاليسۍ او اندېښنو په بيانولو او په دغه هېواد کې له امنيت او ثبات څخه د بېجينګ ملاتړ او چين ته د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر وروستي سفر ته اشاره وکړه او څرګنده يې کړه چې تهران او بېجينګ ګډې ګټې لري او په دې برخه کې د افغانستان او مهمو نړیوالو مسائلو په اړه يو شان پاليسي لري.