لویدیځوالو د ایران د سوله ایز ایټمي پروګرام په باب پخپلوژمنوعمل ونه کړ
کمالوندي همداراز د یورانیمو تر ۸۴فیصدو پورې د پخولو په باب د بلومبرګ خپرونې د وروستۍ ادعا په باب هم ووئيل، ایران تر دې دمه آژانس ته پنځلس راپورونه وړاندې کړي دي او پخپلو ژمنو ئې بشپړ عمل کړ ی دی،البته تر پرَدې شادغه ډول خبرجوړونې سیاسی موخې لري چې هدف ئې د ایران د اسلامی جمهوریت د بدې څيرې بریښول دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې ویندوي بهروز کمالوندي له پریس ټي وي سره په خصوصي خبرو کې د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس د مشر رافایل ګروسي د روستیو څرګندونو په باب چې مدعي شوی ، ایران په فردو کمپلیکس کې ځينی بدلونونه راوستي دي ، ووئيل، د آژانس رابورونه نوي نه دي او په وروستیوڅو میاشتو کې ئې تخنیکي رابورونه له سیاسی موضوعګانو سره تړل شوي دي.
د ایران د ایټمی انرژۍ دادارې ونیدوي روښانه کړې ده ،د آژانس پلټونکو په پیل کې او هغه مهال چې د ایران ایټمي تاسیساتو دلیدو لپاره ایران ته راغلل، ووئيل، په بیخ بینائيو کې بدلونونه ترسره شوي دي ،په داسې حال کې چې هیڅ بدلونونه نه وو رامینځةشوي او له پلټنو وروسته بیرته د ایران له خوا ورته توضیحات ورکړل شول چجې د یورانیمو په پخؤنکو بیخ بینائي تاسیساتو کې هیڅ ډول بدلون نه دی رامینځةشوی.
کمالوندي همداراز د یورانیمو تر ۸۴فیصدو پورې د پخولو په باب د بلومبرګ خپرونې د وروستۍ ادعا په باب هم ووئيل، ایران تر دې دمه آژانس ته پنځلس راپورونه وړاندې کړي دي او پخپلو ژمنو ئې بشپړ عمل کړ ی دی،البته تر پرَدې شادغه ډول خبرجوړونې سیاسی موخې لري چې هدف ئې د ایران د اسلامی جمهوریت د بدې څيرې بریښول دي..کمالونندي روښانه کړه، ایران له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دامریکا له وتلو وروسته خپلې ژمنې د سیف ګارډز تر ژمنو کمې کړې او اعلان ئې کړی دی ،تر هغه مهال چې بندیزونه پخپل ځاي پاتې وي، په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې به ئې خپلې ژمنې تر همدې اندازې وي.