امریکاد بشری حقوقو او ډيموکراسۍددفاع استحقاق نه لري
د ایران د خارجه وزارت ویندوي د بشری حقوقو په باب دامریکا د ادعا په باب هم ولیکل، امریکاد بشری حقوقو او ډيموکراسۍ ددفاع هیڅ وړتیا نه لري ،ځکه اصلا دباؤر وړ هیواد نه دی.
د ایران د خارجه وزارت ویندوي په یوه ټولنیز پيغام کې ولیکل امریکا د ډيموکراسۍ او د بشری حقوقو ددفاع وړتیاوې نه لري.
د ایران د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني نن سهار په یوه ټویټ کې لیکلی دي ،امریکا اوس هم د صهیونیسټ آپارټائيډ رژيم بې قید اوشرطه ملاتړی او سټراټژيک همتړون هیواد دی او د بشری حقوقو او ډیموکراسۍ ددفاع استحقاق نه لري.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، ناصرکنعاني په فلسطین کې د صهیونیسټي رژيم دغلیمانه اقداماتو او له دغه وحشي رژيمه د امریکا دملاتړونو په باب پخپل ټویټ کې لیکلي دي،امریکایو وخت په جنوبی افریقا کې له آپارټائيډ رژيمه ملاتړ کاوۀ او سی آئي اې د نیلسن مانډيلا دنیولو لپاره له هغه رژيم سره مرسته کوله.
کنعاني په دوام کې لیکلی دي،امریکا اوس هم د صهیونیسټي آپارټائيډ رژيم بې قید و شرطه ملاتړی او سټراټژيک متحد دی . د ایران د خارجه وزارت ویندوي د بشری حقوقو په باب دامریکا د ادعا په باب هم ولیکل، امریکاد بشری حقوقو او ډيموکراسۍ ددفاع هیڅ وړتیا نه لري ،ځکه اصلا دباؤر وړ هیواد نه دی.