د ایران اوIAEA په موافقې سره د د پلټنو اندازه زیاتیږي
(last modified Sun, 05 Mar 2023 10:52:27 GMT )
Mar 05, 2023 15:22 Asia/Kabul
  • د ایران اوIAEA په موافقې سره د د پلټنو اندازه زیاتیږي

د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې ویندوي ټينګار وکړ،د ایران له ایټمی تاسیساتو څخه د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د پلټنو اندازه  د لورو په موافقې سره زیاتیږي.

د ايټمي انرژۍ دنړیوال آژانس   مشر رافایل ګروسي د مارچ په دریمه  دیوه پلاوي په مشرۍ تهران ته راغی ا و د ایران د ایټمي انرژۍ دادارې له مشر محمد اسلامی سره ئې  د خبرواترو دوه پړاؤنه ترسره کړل.

رافایل ګروسي همداراز د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او  وروسته  بیا د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشر ابراهیم ریئسي سره هم لیده کاته وکړل. په دغه دوه ورځني سفر کې  پر لیدوکتو سربیره د ملګرتیاؤ ګډه اعلامیه هم صادره شوه.

 د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ  د ادارې ویندوي بهروز کمالوندي  له ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې  ووئيل،لکه څنګه چې د لومړي ځل لپاره د فردوپه ایټمي ریئکټر کې د یورانیم شپیته فیصدي پخونل پیل شوي وو، د سیف ګارډز د کړنو په اساس باید ارزونې زیاتې شوي وائ،ځکه  اصولا د یورانیمو دپخولو د سوئې زیاتیدا او یاموسیسې  ته  د  لاحساسو موادو واریدیدا د لورو په موافقې سره  دارزونو اندازه هم زیاتوي.

کمالوندي د ایران او آژانس په خبرواترو کې کسانو ته د لاس رسي د ورکولو په باب ځيني  ادعاګانې دروغ وبللې او زیاته ئې کړه، په تیرو دوو ورځو کې  چې رافایل ګروسي سره  د پلاوي په ایران کې وو،کسانو ته د لاس رسي بحث هیڅ  وخت مطرح شوی نه دی او ددې موضوع ښونکی هیڅ متن هم نه دی لیکل شوی ،البته حتی که دغه شان غوښته مطرح شوي  هم و ائ ، نو په چورلټ ډول به ورسره مخالفت شوی ؤ.

 د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې  ویندوي  همدارازد آژانس د غوښتې د اندازې په اساس د  ادعا وړ  درو ځایونو ته دلاس رسي  لپاره له آژانس سره دموافقې په باب دځينو خبرونو په غبرګون کې ووئیل،د ادعا وړ درو ځایونو ته د لاس رسي  د اندازې په باب هیڅ ډول بحث نه دی مطرح شوی  او دغو ځایونو ته  مخکیني لاس رسي ته په پام سره  اصولا د لازیات لاس رسی ضرورت نه لیدل کیږي او آزانس هم تر دې د مه دغه شان غوښته  نه ده کړې.

 

ټیګونه