"شمخاني" متحده عربي اماراتو ته سفر کوي
Mar 15, 2023 09:35 Asia/Kabul
د ایران اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عالي شورا منشي متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.
د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني به سبا (پنجشنبه) د متحده عربي اماراتو د ملي امنیت د سلاکار شیخ طنون بن زاید آل نهیان د سفر په غبرګون کې ابوظبي ته ولاړ شي.
د ایرنا د راپور له مخې، امیرالبحر شمخاني به اماراتو ته د خپل سفر په لړ کې له خپل اماراتي سیال سره د خبرو اترو سربېره، د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره هم وګوري او په دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو به خبرې اترې وکړي.
په دې سفر کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا له منشي سره لوړپوړي اقتصادي، بانکي او امنیتي چارواکي هم ملګري دي.
ټیګونه