د سمندری مرکز مانورې اصلی اساس سمندری امنیت دی
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دسمندری ځواک قوماندن ټينګار وک، د ایران ،روسیې او چین دپوځونو دسمندری ځواکونو ګډې سمندریم مرکب مانورې اصلی هدف سمندری امنیت دی .
د ایران د پوځ دسمندري ځواک قوماندان امیر البحر شهرام ایراني ددې خبرې په کولوسر ه جچې ددغې سترې او ګډې مانورې اصلی موخه سمندری امنیت دی ووئيل، په لومړۍ ورځ غوره توجه له حملو سره د مخ شوو کیشتیو د ژغورنې،ملګرتیاو او غږملتیاؤ او دغه راز له ترهه ګرو خوځښتونو سره د مقابلې څرنګوالی دی.
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ،د ایران د پوځ دسمندري ځواک قوماندان له سمندری ترهه ګرۍ سره مقابله ددغې ګډې مرکب مانورې یوه موخه وبلله او زیاته ئې کړه، نن سبا ځینو غیر موجه اوغیر قانونی ځواکونو، په سیمې کې په شتون سره ځیني چیلنجونه رامینځةکړي دي چې باید په سمه مدیریّت او هدایت شي. امیر البحر ایراني همداراز ووئيل،ټول آوزارونه هغه که د کشتۍ حوزه وي او که د الوت حوزه په دې باب کارول شوي او میدان ته راویستل شوي دي او ټول اټکل شوي مشقونه په بریالیتوب سره ترسره شول.
هغه په سیمې کې د غیر قانوني ځواکونو د ریښې د ویستلو لپاره د لومړنۍ حل لارې ته په اشارې سره ووئیل، لومړۍ حل لاره ،د آیونز په چوکاټ کې د سیمې د هیوادونو د یوه بل ترڅنګ دریدا ده چې د سیمې امنیت او د سمندر کچ کونې امنیت تامینولی شي، ځکه چې ددغه کار هم پوهه او قدرت او هم تجهیزات لري. امیر البحر ایراني دغه راز زیاته کړه، دوهم ګام ، دهغو هیوادونو د ائيتلاف جوړول دي چې د متقابل احترام ته متوجه کیږي او دیوه بل دګټو احترام کوي، دغه هیوادونه ،بشری ټولنې ته په تیره بیا د سمندر کچ کونکو ټولنې ته داحترام په اساس د یوه سیمه ایز ائیتلاف په جوړولو سره دسیمې د امنیت دتامینوولو په باب هڅه کولی شي.