دعربستان باچاښاغلی رییسي ته ریاض ته د سفر بلنه ورکړه
جمشیدی جوته کړه د ایران ولسمشر له دغې بلنې په هرکلی سره له عربستان سره د ملګرتیاو د پیاوړتیا لپاره د دغه هیواد په چمتووالی ټینګار وکړ .
د ایران پریس له راپور سره سم د ایران د ولسمشر د دفتر سیاسی مرستیال محمد جمشیدی په یوه ټویټ کې ولیکل د عربستان باچا ښاغلی سلمان بن عبدالعزیز په یوه لیک کې د دو وروڼو هیوادونو له موافقې وروسته د هرکلی په ترڅ کې د اسلامی ایران له ولسمشر سید ابراهیم رییسي ریاض ته د رسمي سفر بلنه ورکړه او د اقتصادي او سیمه ایزو ملګرتیاو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه .
جمشیدی جوته کړه د ایران ولسمشر له دغې بلنې په هرکلی سره له عربستان سره د ملګرتیاو د پیاوړتیا لپاره د دغه هیواد په چمتووالی ټینګار وکړ .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان هم د اتبار په ورځ وویل چی ډیر ژر به له خپل سعودی همڅنګ فیصل بن عبدالرحمان سره کتنه وکړي .
ایران او عربستان د مارچ په ۱۱ له اووکلونووروسته د اړیکو د احیا لپاره موافقه وکړه او مقرره شوی ده چی په راتلونکیو دو میاشتو کې د دواړوهیوادونو سفارتونه پرانستل شي .