د اسلامي ایران پرمختګ د شهیدانو د وینو پوروړی دی
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک قوماندان د ایران د اسلامي جمهوریت پرمختګ د شهیدانو د وینو له امله وباله.
د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې؛ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قومندان تورن جنرال حسین سلامي د شنبې په ورځ د نوروز په مناسبت د شهیدانو احمد متوسلیان، سعید او محمد طوقاني او مهدي ذاکر حسیني له کورنیو سره په کتنه کې وویل: د ایران د نن ورځې امنیت، سوله، پرمختګ او قدرت، د شهیدانو د وینو پوروړی دی.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان وویل: شهید جاوید الاثر، الحاج احمد متوسلیان، د بیت المقدس د فتحې په لاره کې لومړني ایراني شهیدان دي او د مقاومت د جبهې د نن ورځې فتوحات، د هغوی د آزادۍ د لارې نتیجه ده، چې د بیت المقدس او د صهیونیستي نیواکګرو او د هغوی د ملاتړو له تسلط او ظلم څخه د فلسطین د مظلومو خلکو د خلاصون لاره پرانیستله.