دحضرت امام حسن مجتبی (ع)د نیکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ
حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام په مدینه منوره کې په همداسې ورځ دنیا ته سترګې رڼې کړې . حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام د حضرت علی ابن ابیطالب علیه السلام او د پیغمبر اکرم ص د ګرانې لور حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س) لومړنې بچې وو چی خداوندمتعال دغو دو بزرګورانو ته عطا کړ .
نن د ۱۴۰۲ لمریز کال د وری د میاشتې ۱۷ نیټه ده چی د ۱۴۴۴ هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې له ۱۵ نیټې سره سمون خوری ، د نړۍ د شیعیانو د دوهم امام حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام نیکمرغه زوکړه ده .
حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام په مدینه منوره کې په همداسې ورځ دنیا ته سترګې رڼې کړې . حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام د حضرت علی ابن ابیطالب علیه السلام او د پیغمبر اکرم ص د ګرانې لور حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س) لومړنې بچې وو چی خداوندمتعال دغو دو بزرګورانو ته عطا کړ .
حضرت علی ابن ابیطالب علیه السلام او د پیغمبر اکرم ص د ګرانې لور حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س) د خپل بچی د زوکړې په لومړی ورځ هغه حضرت د خدای ګران رسول حضرت محمد مصطفی ص خدمت ته یوړ تر څو ورپاره نوم انتخاب کړی ، پیغمبراکرم ص هم د خدای تعالی په حکم د هغو نوم حسن کیښوده .

حضرت امام حسن مجتبی ع دا ویاړ درلوده چی خپل اوه مبارک کلونه یې د خپل ګران نیکه نبی مکرم ص له مینې او مهربانۍ په ډکه سیوره کې تیر کړل او هغو په دغه ګران بیه فرصت کې د پیغمبر اکرم ص د وجود له وړانګو ګټه پورته کړه او له هغه وروسته دیرش کلونه د خپل ګران پلار حضرت امام علی ع ځیر شاګرد او ریښتونې ملګرې وو .
د ایران رادیو او ټیلی ویژن اداره د ولایت د اسمان د دوهم ځلانده ستوری حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام د نیکمرغه زوکړی په مناسبت د اهل بیتودرستو میناوالو ، مسلمانانو ، د نړۍ ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته د زړه له کومي مبارکی وړاندي کوي .