د اسلامی ایران سیاسی او دفاعي قدرت دښمنان لالهانده کړي دي
د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان زیاته کړه نن سبا امریکا په لویدیځي آسیا او منیځني ختیځ کې له اسلامی نړۍ څخه د پښو په سپکولو ده او نور په اسلامی ټاټوبو کې په آزادۍ او او امن سره ګامونه نشي پورته کولی.
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان ووئيل، نن سبا هیڅ یو قدرت د قدرتمند او پراختیا په لار د روان ایران په وړاندې د دریداتوان نه لري او د ایران د سیاسی او دفاعي قدرت دپولو لمن له سرۀسمندره رانیولې د مدیتراني او د نړۍ دنورو سمندرونو تر حده پورې غزیدلې او د نړۍ انډول ئې بدل کړی دی.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي نن سهار دایران دلویدیځ کرمانشاه ولایت د سرپل زهاب ولسوالۍ د بازي دراز د ویاړمنو عملیاتو د کلیزې او د بازي دراز په لوړو کې د راهیان نور د کیمپونوپه پرانیستونکو دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل، نن سبا اسلامی ایراند مستکبرانو په ضد خپله مبارزه له پولو څخه تر زرګونو کلومیټرو لیرې پورې پراخه کړې ده او تیریګر تعقیبوي او سرټيټې ئې ساتي.
سردار سلامی ووئيل، ایراني ځوانان اوس د نړۍ د مسلمانانو لپاره بیلګه دي او هغه شهید ځوانان چې د بازي دراز په غوړیدلو لوړو کې شهیدان شوي دي ، د هغو مجاهدینو لپاره بیلګه دي ،چې اوس په عراق، سروئې ،لبنان ،یمن ،افغانستان،فلسطین او اسلامی ټاټوبو او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې تیریګر تعقیبوي او سرټيي ئې ساتي او رټي ئې.
د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان زیاته کړه نن سبا امریکا په لویدیځي آسیا او منیځني ختیځ کې له اسلامی نړۍ څخه د پښو په سپکولو ده او نور په اسلامی ټاټوبو کې په آزادۍ او او امن سره ګامونه نشي پورته کولی.
سردار سلامي ووئيل، په نیواکي ټاټوبو کې هم له صهیونیسټي رژیم سره مخالفتونه سړکونو ته کاږل شوي دي او هره ورځ د صهونیسټانو په ضد په نیواکي ټاټوبو کې په لسګونو عملیات کیږي. هغه ددې خبرې په کولو سره چې له سترو امپارتوریو سره دغره خپلې سختیانې لری،روښانه کړه؛ولس به خدای تکیه کوي او بوهیږی چې لویوالی او عزت له خداوندمتعال لره دی ا و د لوی خدای په نور سره هیڅ قدرت هیڅ بل قدرت نشته او د مونږ ولس دا د جهاد په میدان کې تجروبه کړي دي.