د ایران د خارجه وزارت ویاند:
د فلسطینیانو وژله د صهیونیستانو په روزمره کار باندې بدله شوې
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د بشري حقوقو د دروغجنو ادعا کوونکو د چوپتیا په پایله کې د فلسطین د عامو خلګو وژنه د صهیونیستانو په روزمره کار باندې بدله شوي ده.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي په یو ټوییټ کې ولیکل: نړیوالې ادارې او په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اسرائیل د رژیم په وړاندې له فلسطینیانو څخه د ملاتړ لپاره قانوني دنده لري.
د صهیونیستي رژیم فوځیانو هره ورځ په مختلفو پلمو سره، په فلسطیني ولس باندې بریدونه کوي، هغوی وژني، ټپي کوي او یایي نیسي.
فلسطینیانو هم د ځان د دفاع په موخه د دغو جنایاتو په وړاندې د صهیونیستانو په خلاف عملیاتونه تر سره کوي.
تېره ورځ هم صهیونیستانو د نور شمس په فلسطیني میشت کېمپ باندې په برید سره دوه فلسطینیان شهیدان کړ.
اوس د صهیونیستي رژیم د فوځیانو سربېره د صهیونیستي ښارګوټو اوسېدونکي هم د عامو فلسطینانو وژلې ته مخه اړولي دي، تېره ورځ یوه فلسطیني ځوان د یوه صهیونیست له لورې په ډزو سره په شهادت ورسېدل.