د ایران او عربستان د اقتصادي ملګرتیاؤ د پیاوړتیا د لاروچارو څیړنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132806-د_ایران_او_عربستان_د_اقتصادي_ملګرتیاؤ_د_پیاوړتیا_د_لاروچارو_څیړنه
د ایران او عربستان د اقتصادي ملګرتیاؤ د پیاوړتیا او پراختیا لارې چارې، د ایران او عربستان د اقتصاد او مالیې د وزیرانو په کتنه کښې وجاجولې شوې.
(last modified 2023-05-14T02:44:45+00:00 )
May 13, 2023 10:48 Asia/Kabul
  • د ایران او عربستان د اقتصادي ملګرتیاؤ د پیاوړتیا د لاروچارو څیړنه

د ایران او عربستان د اقتصادي ملګرتیاؤ د پیاوړتیا او پراختیا لارې چارې، د ایران او عربستان د اقتصاد او مالیې د وزیرانو په کتنه کښې وجاجولې شوې.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اقتصادي چارو او مالیې وزیر سید احسان خاندوزي او د سعودي عربستان د مالیې وزیر محمد الجدعان پرون د اسلامي پراختیا بانک د کلنیزې غونډې ترڅنګ ملاقات وکړ او د تهران او ریاض ترمینځ د اقتصادي ملګرتیاؤ د پراختیا او پیاوړتیا د لاروچارو په هکله یې د نظر تبادله وکړه.

د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر په دې خبرې سره چې د ایران د حکومت سیاست له ګاونډي هیوادونو سره د اړیکو په مضبوطیا باندې ولاړ دی، وویل: د ایران او عربستان د اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو لورو لپاره ګټه وره ده او هم داشان د سیمې د هیوادونو په ګټه ده.

خاندوزي څرګنده کړه چې د ملګرو هیوادونو په مینځګړیتوب سره د ایران او عربستان موافقه به، د دواړو هیوادونو ترمینځ تجارتي او د پانګونې فرصتونه زیات  کړي.