پاکستان سره د ګډو پروژو د ترسره کولو بهیر پیل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133110-پاکستان_سره_د_ګډو_پروژو_د_ترسره_کولو_بهیر_پیل_شوی
د ایران خارجه وزیر  پاکستان سره د ګډو سرحدي بازارونو او دې هیواد ته د برق د صادرولو د پروژې پرانیستلو ته په اشارې سره، اعلان وکړ چي د دواړو هیوادونو تر مینځ د ګډو پروژو بهیر پیل شوی دی.
(last modified 2023-05-19T08:32:15+00:00 )
May 19, 2023 12:58 Asia/Kabul
  • پاکستان سره د ګډو پروژو د ترسره کولو بهیر پیل شوی

د ایران خارجه وزیر  پاکستان سره د ګډو سرحدي بازارونو او دې هیواد ته د برق د صادرولو د پروژې پرانیستلو ته په اشارې سره، اعلان وکړ چي د دواړو هیوادونو تر مینځ د ګډو پروژو بهیر پیل شوی دی.

تېرو ورځو کې د ایران او پاکستان تر مینځ ګډ پوله ایز بازار د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په حضور سره، پرانیستل شو، دغه مراسمو کې همدارنګه پاکستان ته د برق د صادرولو لپاره د تاسیساتو د جوړولو پروژه هم پرانیستل شوه.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان یادو پروژو ته په اشارې سره، د ایران او پاکستان ترمینځ د سرحدي سیمو پرمختګ  د دواړو هیوادونو په ګټه وباله.

د ایران او پاکستان تر مینځ شپږ سرحدی بازارونه د جوړېدو په حال کې دي، د دغو پروژو هدف د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادي همکاریو او د سوداګریو پراختیا بلل شوی دی.