نن سبا ټولې لارې په ایران ختمیږي
د روسیې د تاتارستان ولسمشر د ایران او روسیې د ولسمشرانو په وینا سره د رشت-آستارا د ریل لارې د هوکړې له لاسلیکیدو د خوشالۍ په څرګندلو سره وویل: نن سبا د بندیز په حالاتو کښې ټولې لارې په ایران ختمیږي.
د روسیې د تاتارستان ولسمشر د ایران او روسیې د ولسمشرانو په وینا سره د رشت-آستارا د ریل لارې د هوکړې له لاسلیکیدو د خوشالۍ په څرګندلو سره وویل: نن سبا د بندیز په حالاتو کښې ټولې لارې په ایران ختمیږي.
د ایرنا د خبر له مخې، د روسیې د تاتارستان ولسمشر رستم مینیخانوف د ایران د صنعت، معدن او تجارت د وزیر «علیرضا پیمان پاک» په کتنه کښې نن سبا له هند سمندر او ورسره له لګیدلو سیمو سره د تجارتي تبادلاتو لپاره ترټولو لنډه لاره، له ایرانه تیریږي.
مینیخانوف زیاته کړه: د شمال-جنوب کوریډور د لویدیځې ریل لارې د ورکې کړۍ په توګه د رشت-آستارا د ۱۶۲ کیلومیټره پټلۍ د جوړولو د طرحې اجرا، نه یوازې د دواړو هیوادونو لپاره یوه مثبته اقتصادي يایله ده بلکې په نورو ډګرونو کښې د روسیې او ایران د نزدې والي سبب کیږي.
د تاتارستان ولسمشر هم داشان په کازان فورَم 2023 کښې د ایران د فعالانه شتون قدرونه وکړه او ویې ویل: روسیې او ایران باید د یوبل په مرستې سره، د لویدیځ د بندیزونو مقابله وکړه.