سیمې ته د وسلوصادرونکي د ایران له دفاعي قدرت اندیښنه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133456-سیمې_ته_د_وسلوصادرونکي_د_ایران_له_دفاعي_قدرت_اندیښنه_لري
هغه حکومتونه په تیره بیا امریکا او فرانسه چی سیمې ته د وسلو د صادرونکیو په سر کې دي ، نن د ایران له دفاعي قدرت او پرمختګ اندیښنه څرګندوي .
(last modified 2023-05-27T03:15:42+00:00 )
May 26, 2023 11:25 Asia/Kabul
  • سیمې ته د وسلوصادرونکي د ایران له دفاعي قدرت اندیښنه لري

هغه حکومتونه په تیره بیا امریکا او فرانسه چی سیمې ته د وسلو د صادرونکیو په سر کې دي ، نن د ایران له دفاعي قدرت او پرمختګ اندیښنه څرګندوي .

د ایرنا له راپور سره سم  ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي په یوه ټویټ کې  وویل هغه حکومتونه  په تیره بیا امریکا او فرانسه چی سیمې ته د وسلو د صادرونکیو په سر کې دي ، نن د ایران له دفاعي قدرت او پرمختګ اندیښنه څرګندوي .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي همداراز مخکې  د خیبر په نوم د خرمشهر د بلاسټیک توغندي د څلورم نسل مخ کتنه د خپلواکه او د قدرتمن ایران د ملي ګټو او د امنیت په تامینولو کښې د ایران له عزت د ډک بهرني سیاست په څنګ کښې د دفاعي قدرت بله نښه بللی وه .

د خرمشهر له ازادیدا او د کرامت د لسیزې له مبارکو ورځو سره په یووخت د خیبر د نښې د مینځ ویشتونکی او لرواټنه سټراټيژیک توغندی د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزیر محمد رضا اشتیاني په شتون سره نندرې ته وړاندې شو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل د خیبر په نوم سره د خرمشهر د بلاسټیک توغندیو د څلورم نسل مخه کتنه د خپلواکه او د قدرتمن ایران د ملي ګټو او د امنیت په تامینولو کښې د ایران له عزت څخه د ډک خارجي سیاست په څنګ کښې د دفاعي اقتدار بله نښه ده.

د خیبر په نوم توغندی چې د ایران د خرمشهر د توغندیو د کورنۍ نوی توغندی دی د مایع سونګو کارونکی توغندی دی او دوه زره کلومیټره واټن لري او یوزر پینځه سوه کلوګرامه خولۍ لري چې په سټراتيژیکو ځانګړنو لرلو سربیره له تاکتیکي ځانګړتیاو هم برخور دی.