د اسلامي انقلاب صادریدا د امام خمیني رح تر ټولو ستره بریا وه
العالم ټيلي ويژن راپور راکړی د نړۍ سیاسي او دیني شخصیتونو د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د شخصیت اړخونه او د هغه بریاوې وڅیړلې.
د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې ۱۴ یعني د ۲۰۲۳ میلادي کال د جون د میاشتې ۴ نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت له کلیزې سره سمون خوري.
د فلسطین په جهاد اسلامي غورځنګ کښې اسلامي متفکر ډاکټر طاهر لولو وویل امام خمیني رحمت الله علیه اصولو ته پاې بنده ، رښتیا ویونکی او د نظر خاوند و او لومړنی اقدام چې هغه ایران ته له راستنیدا وروسته وکړ د فلسطین په سفارت باندې د صهیونیسټ رژیم د سفارت بدلول و کوم چې په دنیا کښې لومړنی فلسطیني سفارت ګڼل کیږي.
د عراق د نجف اشرف د جمعې لمانځه امام شیخ صدرالدین القباحي» وویل تر ټولو ستره بریا چې حضرت امام خمیني رحمت الله علیه ډالۍ کړه د اسلامي انقلاب صادرول وو چې هغه هم تازه رامینځته شوی و.
القباحي ټینګار وکړ حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د باچا رژيم د نسکوریدا او د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له لومړۍ ورځې څخه د ایران پرضد له نړیوالو بایکاټونو سره سره د اسلامي انقلاب د صادریدا ، د کلتور د صادریدا د بیدارۍ د صادریدا او د ملتونو د ازادۍ د صادریدا مفاهیم مطرح کړل.
د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ اسلامي مبلغ شیخ عمر فوره وویل امام خمیني رحمت الله علیه په څلورمې هجري پیړۍ کښې د اسلامي امت لپاره د یوه فکري ، د کلتوري او د انقلابي مصلح په توګه رامینځته شو حال دا چې په دغه وخت کښې اسلامي دنیا په نولس سوه اوه شپیتم میلادي کال کښې له صهیونیسټ رژیم څخه د ماتي خوړلو په دلیل په خپل ترټولو بد پړاو کښې وه.