د نړۍ عدالت غواړي ملتونه له اسلامه ویرونې پرضدراپاڅیږي
د ایرنا له راپور سره سم په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت له عدالت غواړو ملتونو وغوښتل چی له اسلامه ویرونې او د بیان ازادۍ له مسلې د ناوړه استفادې پرضد راپاڅیږي .
د ایرنا له راپور سره سم په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت له عدالت غواړو ملتونو وغوښتل چی له اسلامه ویرونې او د بیان ازادۍ له مسلې د ناوړه استفادې پرضد راپاڅیږي .
په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت د یوې بیانیې په صادرولو سره د قران د تکریم ورځې په توګه د جمعې ورځې د معرفی کولو لپاره د دغه هیواد د حکومت فیصله ستایونکی او د نړۍ د مسلمانانو اسمانی کتاب ته د بی حرمتۍ په غندلو کې اړونده او شایسته اقدام وباله .
په دغه بیانیه کې راغلی د نړۍ د سترې دینی ټولنې سپیڅلی کتاب قران کریم ته سپکاوې او یا د الهی دینونو مقدساتو ته بی احترامۍ د بیان د ازادۍ له موضوع د ناوړه استفادې دودولو اود عمومي افکارو د لمسولو په هدف یو خواشینونکی ، جاهلانه او غرضي اقدام دی .
د جون په ۲۸نیټه د سلوان مومیکا په نامې یوه عراقي توکمه سویډي ښاریز په سټاک هوم کې د قربانۍ دلوي اختر دچټیانو په لومړنۍ ورځ ددغه ښار دیوه مرکزی جومات په وړاندې د قرآن پاک یوه نسخه وشلوله او بیا ئې ورته اور واچوؤ.