ځیني ایرانیان په چټي توروونه په امریکا کښې زنداني دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137218-ځیني_ایرانیان_په_چټي_توروونه_په_امریکا_کښې_زنداني_دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بشري حقوقو د کمیټې منشي ټینګار وکړ چې ځیني ایراني ښاریز د بندیزونو د خلاف ورزۍ په چټي تور د امریکې په جیلونو کښې پراته دي او ځیني هم تر تعقیب لاندې دي.
(last modified 2023-08-16T07:30:02+00:00 )
Aug 16, 2023 11:58 Asia/Kabul
  • ځیني ایرانیان په چټي توروونه په امریکا کښې زنداني دي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بشري حقوقو د کمیټې منشي ټینګار وکړ چې ځیني ایراني ښاریز د بندیزونو د خلاف ورزۍ په چټي تور د امریکې په جیلونو کښې پراته دي او ځیني هم تر تعقیب لاندې دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بشري حقوقو د کمیټې منشي ټینګار وکړ چې ځیني ایراني ښاریز د بندیزونو د خلاف ورزۍ په چټي تور د امریکې په جیلونو کښې پراته دي او ځیني هم تر تعقیب لاندې دي.

"کاظم غریب آبادي " وویل: د ایران او امریکې ترمینځ د زندانیانو د تبادلې اصلي موخه دا ده چې خپل ځیني زندانیان د هغوي له جیلونو راخوشې کړو.

هغه زیاته کړه: د ایران په ځینو ښاریزو باندې تور پورې کوي چې د بندیزونو خلاف ورزي یې کړې ده.

د ایران د بشري حقوقو د کمیټې منشي وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت دنده دا ده چې د ایراني ښاریزو او د هغو کسانو لپاره چې بیګناه په جیلونو کښې پراته دي، خپله پوره پوره هڅه وکړي او له خپلو وړتیاؤ کار واخلي او خپل ښاریز آزاد کړي.