د ایران د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته ورسید
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سعودي عربستان ته ورسیده او د ریاض چارواکو په هوايي ډګر کښې د هغه هرکلی وکړ.
د ایران اسلامي جمهوریت او عربستان مخکې د چین په مینځګړیتوب سره موافقه وکړه چې له اوو کلونو وروسته دوه اړخیزه ډيپلوماټیکې اړیکې له سره ټینګې کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان نن د یوه لوړرتبه پلاوي په مشرۍ له تهران څخه د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته رسیدلی.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغه سفر کښې چې له عربستان سره د اړیکو د احیا له موافقې وروسته د ایران د خارجه وزارت د یوه تر ټولو لوړ چارواکي لومړنی سفر دی د سعودي عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان او د دغه هیواد له ځینو نورو لوړرتبه چارواکو سره کتنې وکړې او د دوه اړخیزه مسائیلو او د اسلامي دنیا د مسائیلو او د نړیوالو موضوعګانو په هکله خبرې وکړې.
دغه راز د ایران سفیر به هم د دغه سفر په بهیر کښې د عربستان پلازمینې ریاض ته ورشي او عربستان ته د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان له سفر سره په یووخت به په رسمي ډول خپل کار پیل کړي.
د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان دوه میاشتې مخکې ایران ته راغلی و.