د ملت د حق په سر له چا سره هیڅ ډول موقتي موافقه نه کوو
د ایران خارجه وزیر ووئيل، له چا سره د هیڅ ډول موقتي موافقې په درشل کې نه یو او هغه څه چې پیښ شوي دي ،له انګلستان او جنوبی کوریا څخه د ایران د ملت دشتمنیو په عزت سره بیرته اخستل دي .
د ا یران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او ددغه وزارت لوړپوړو مدیرانو د پوهنتونونو دنړیوالو اړیکو او سیاسی علومو د څانګو له یو شمیر استاذانو سره د ؛همفکرۍ ناسته د ایران د خارجه وزارت د سیاسی اونړیوالو مطالعاتو په مرکز کې ترسره شوه.
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغې ناستې کې له یوه پلوه د بندیزونو دبې اثره کولو لپاره پر هڅې مشتمل له دغو چارو سره په مخامخیدا او له بل پلوه د بندیزونو دلغوه کولو لپاره د خبرواترو د کړکي د پرانیستې پريښودوپه باب د ایران ددیارلسم حکومت د کلی کړچار په بیانولو سره ووئيل، مونږ نن سبا د هیڅ ډول موقتي موافقې په درشل کې نه یوو او هغه څه چې پيښ شوي دي له انګلستان او جنوبی کوریا څخه په دوو موردونو کې دا یران د ملت دشتمنیو په عزت سره بیرته اخستل دي.
امیر عبداللهیان ووئيل، دایران اسلامی جمهوریت تیار دی څو دسرو کرښو په ساتلو سره ، د ایران دملت دحقه حقوقو د احقاق او د ستمبر د سند په اساس د بندیزونو دلغوه کولو لپاره خبرې وکړي ،البته په دې بسنه نه ده شوې او په یووخت په جدي توګه د بندیزونو د بې اغیزه کولو ل په ایجنډا کې شامل دي