له ايران څخه افغانستان ته د نفتو د صادراتو لپاره پر ګډ ميکانيزم کار کېږي
(last modified Wed, 27 Sep 2023 08:40:18 GMT )
Sep 27, 2023 13:10 Asia/Kabul
  • له ايران څخه افغانستان ته د نفتو د صادراتو لپاره پر ګډ ميکانيزم کار کېږي

د طالبانو له لوري ايران ته د تيلو د سلګونو ټانکرونو تر بېرته ستنولو وروسته، په هرات کې د ايران سرقونسل محمد صديقي‌فر ويلي، ټاکل شوې چې له ايران څخه افغانستان ته د تيلو د صادراتو لپاره پر يوه ګډ ميکانيزم کار وشي.

د اطلاعات روز د خبر له مخې، په هرات کې د ايران سرقونسل ويلي، چې «د هرات له والي سره په يوه ډیپلوماټيکه ليدنه کې پرېکړه وشوه چې له ايران څخه افغانستان ته د سون توکو د صادراتو په تړاو يو معيار او ګډ ميکانيزم جوړ کړل شي.»

په هرات کې د ايران د سرقونسل په وينا، ځينې ايراني سوداګر «هايدروکربني مواد» د «ډيزلو» يا «پيټرولو» په نوم افغانستان ته صادروي چې «د ايران په دوغارون ګمرک او د افغانستان په اسلام قلعه ګمرک کې د ارزيابۍ د معيارونو د اختلاف له وجې د لاريو او موټر چلوونکو لپاره ستونزې را ولاړوي.»

ښاغلي صديقي‌فر ويلي، چې د ايران تګلاره داده چې «د دواړو هېوادونو ترمنځ مشترګه ګمرکي دروازه جوړه شي، يا هم د افغانستان د سټينډرډ اداره په پوله کې مېشته شي او بار شوي مواد د ايران له خاورې تر وتلو وړاندې وارزوي.»

د ده په وینا، چې دوی له تېرو پنځو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نفتي صادراتو په تړاو د ګډ ميکانيزم د رامنځته کولو هڅه کوي، خو افغانستان تراوسه د ايران حل لارې نه دې منلي.

ټیګونه