سیمه او نړۍ کښې د ایران نفوذ نشي ختمیدلای
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان سردار حسین سلامي ټینګار وکړ په سیمه او دنیا کښې د ایران سیاسي نفوذ د حذفولو وړ نه دی.
هغه پرون د ایران د سپیڅلي دفاع د مخښکو قومندانانو په ټول کښې د سپیڅلي دفاع د جنګیالیو سرشیندنو او قربانیو ته په اشارې سره وویل د ایران د اسلامي انقلاب دغه له پینځویشت کاله برکت څخه ډک ژوند د تاسو او د تاسو د بچیانو له صلابت څخه د دښمنانو له کینې څخه ډک دی ، دښمنانو ماتي خوړلي ده خو دوباره له بلې زاویې څخه راغلي دي خو سست ، بې حوصلې او افسرده شوي دي.
حسین سلامي په دې خبرې سره چې دښمانانو د ایران د ځوانانو په ذهنونو یرغل وکړ چې هغوې له لمانځه ، حجاب، پاک لمنۍ، او د اهل بیت علیهم السلام له مینې جدا کړي وویل دښمانان په دروغو او جنجال جوړونې سره غواړي مونږ ته ماتي راکړي خو په صداقت او حریت سره له هغو سره مبارزه کوو او په هغوې بریالیتوب یو حقیقت دی.