امریکا په عامه افکارو کښې په یوازې کیدو ده
(last modified Thu, 07 Dec 2023 01:05:02 GMT )
Dec 07, 2023 05:35 Asia/Kabul

د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسدران مشر قومندان په دې خبرې سره چې امریکا د نړۍ په عامه افکارو کښې په یوازې کیدو ده، وویل: د فلسطین په کړکیچ کښې د ولسونو او حکومتونو ترمینځ ستر دوه قطبي توب رامینځته شوی دی.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان جنرال حسین سلامي، د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په کوربه توب په «مقاومت د بریا راز» نومې غونډې کښې په خپلې وینا کښې وویل: کله به چې مونږ امریکا د جنګي جنایتکارې په توګه معرفي کوله نو نورو به نه منله خو اوس هیڅ کس نه شي ویلې چې ګني د ایران دا خبره چې «امریکا ستره شطانه ده» سمه نه ده، بلکې یو حقیقت دی.

د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان همداشان په نویو بدلونونو کښې د ایران بهرني سیاست ته په اشارې سره زیاته کړه: دا رامینځته شوی ماحول ډیپلماسۍ او خارجه سیاست ته دا امکان ورکوي چې خبره یې واوریدې شي او زمونږ د عمومي ډیپلماسۍ لپاره میدان چمتو شوی دی.

ټیګونه