پاکستان ورانکارو ته د ترهګرو خوځښتونو اجازه ورنکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو د عمومي قومندان ځاې ناستي «سردار قاسم رضايي » د پاکستان له نشه ئیزو موادو سره د مبارزې د ځواک له قومندان جنرال« محمد انیق الرحمان» سره په کتنه کښې ټینګار وکړ د پاکستان له حکومت او وسله والو ځواکونو څخه هیله دا ده له هغو ورانکارو کسانو سره چې د ایران له سرحدونو بهر یا د پاکستان په خاوره کښې دي جدي چلند وکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو عمومي د قومندان ځاې ناستي سردار قاسم رضايي پرون د پاکستان له نشه ئیزو موادو سره د مبارزې د ځواک له قومندان جنرال محمد انیق الرحمان سره کتنه وکړه.
د ایران د پولیسو د عمومي قومندان ځاې ناستي په دغه کتنه کښې د پاکستان او د ایران ارتباطاتو او د غږملتیا ژورتیا ته اشاره وکړه او ویې ویل له ډیر پخوا راهسې د تهران او د اسلام اباد ترمینځ دغو اړیکو او غږملتیاو دوام لرلی او لري یې.
قاسم رضايي زیاته کړه دوستان د ایران او د پاکستان دغه اړیکې خوښوي خو دښمانان یې نه خوښوي او پر دې اساس دښمانان تل هڅه کوي چې د دوو ملتونو او حکومتونو ترمینځ تفرقه او نفاق رامینځته کړي.
د ایران د پولیسو د عمومي قومندان ځاې ناستي سردار قاسم رضايي هغه ترهګرې پیښې ته په اشارې سره چې څه موده مخکې د ایران په بلوچستان صوبې کښې په« راسک »سیمه کښې د دولسو پولیسو د شهادت سبب شوه وویل پاکستان او ایران باید د دا ډول پیښو د مخنیوي لپاره هڅه وکړي.
د پاکستان له نشه ئیزو موادو سره د مبارزې د ځواک قومندان جنرال محمد انیق الرحمان هم په دغه کتنې کښې وویل د یو بل په اتحاد سره اجازه ورنکړو چې د دواړو هیوادونو او ملتونو او وسله والو ځواکونو ترمینځ اړیکو ته تاوان ورسیږي.