د حضرت امام جواد (ع ) د نیکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ
حضرت امام رضا (ع) د خپل زوى حضرت امام جواد (ع) د مقام په باره کښې وفرمايل: ما ته خدای داسی زوی راکړ چی د موسى (ع) په شان د علم د سمندرونه څیرونکی دی .
نن (دوشنبه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د رجب د میاشتې لسمه نیټه ده چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د جنورۍ له ۲۲ نیټې سره برابره ده چې د نړۍ د شیعیانو د نهم امام حضرت امام محمد تقي (ع) د زوکړې نیکمرغه ورځ ده
حضرت امام محمد تقی (ع) د ۱۹۵ هجری قمری کال د رجب د میاشتې په لسمه نیټه په مدینه منوره کښې وزیږید او د خپل ګران پلار حضرت امام رضا (ع) له شهادت وروسته د مسلمانانو د مشرۍمسؤلیت پرغاړه واخیسته .
د حضرت امام محمد تقي (ع) مبارک لقب جواد الائمه دی.
حضرت امام رضا (ع) د خپل زوى حضرت امام جواد (ع) د مقام په باره کښې وفرمايل: ما ته خدای داسی زوی راکړ چی د موسى (ع) په شان د علم د سمندرونه څیرونکی دی .
امام جواد (ع) په اته کلنۍ کې امامت ته ورسېد او د امامت موده يې اوولس کاله وه. یعنی هغو له ماشومتوب تر ځوانۍ پورې د امامت پړاو تېره کړې دی .
د امام جواد (ع) د امامت په دوران کښې مختلفو اسلامی او غیر اسلامی فرقو وده وکړه او د نورو ملتونو علومو او فنونو ته خاصه پاملرنه شوی وه نو ځکه د نړۍ د شیعیانو نهم امام په علمی او اعتقادي بحثونو کښې داخل شو او د مختلفو دینونو له مخالفانو سره یې په مناظره کی په خدایی پانګونې سره له امامت ساتنه وکړه .
د اسلامی ایران خدای غوښتونکی خلک د حضرت امام محمد تقی (ع) د ولادت کلیزه په سپیڅلو ځایونو په تیره بیا د نړۍ د شیعیانو د نهم امام د ګران پلار حضرت امام رضا (ع) په سپیڅلی حرم کښې په حاضریدو سره لمانځی.
نن د مشهد ښار واټونه او په خاصه توګه د روضې مبارک حرم ته غزیدلې لارې د حضرت امام جواد (ع) د زوکړې د مبارکې ورځې په مناسبت سینګار شوې او د اهل بیت علیهم السلام ذاکران د میلاد د مبارکی ورځ په شکرانه کی د امام رضا (ع) د نورانی درګاه په څنډو کې په مدحه اخته دي .
د دغه نیکمرغه زوکړې په مناسبت د ویناوو، تلاوتونو او نورو دیني مناسکو پروګرامونه له تیرې شپې راهیسې په مشهد ښار کې پیل شوي او له پلان سره سم به نن ورځ اوشپه دوام وکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټیلی ویژن اداره صدا وسیما د حضرت امام محمد تقي (ع) د میلاد د رارسیدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او د نړۍ نورو آزادۍ غواړو ته مبارکي وایي.