د ایران او د پاکستان علمي ملګرتیاوې زیاتې شوي
(last modified Tue, 23 Jan 2024 09:21:48 GMT )
Jan 23, 2024 13:51 Asia/Kabul
  • د ایران او د پاکستان علمي ملګرتیاوې زیاتې شوي

د پاکستان د لوړو زده کړو د کمیسیون مشر« مختار احمد» د ایران او د پاکستان د علمي ملګرتیاو د پراختیا خبر ورکړ.

هغه له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې په علمي حوزور کښې د پاکستان او د ایران د اړیکو په پراختیا باندې ټینګار سره وویل تهران او اسلام اباد موافقه وکړه چې د لوړو زده کړو ، علم او د ټیکنالوژۍ په حوزه کښې دوه اړخیزه اړیکې پراخې کړي.

مختار احمد په دې خبرې سره چې ایران په علمي او د ټیکنالوژۍ په زمینه کښې ښه پرمختګونه کړي دي او د ایران ساینس پوهان او زده کونکي په دې زمینه کښې د ویلو لپاره ډیر څه لري وویل تیره اونۍ تهران ته په سفر او د ایران د علم او د ټیکنالوژۍ د حوزې له مسوولانو سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د علمي او د ټیکنالوژۍ د ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وشو.

د ایران د علومو، تحقیقاتو او د ټیکنالوژۍ وزیر «محمد علي زلفي ګل» د پاکستان د لوړو زده کړو د کمیسیون له مشر مختار احمد سره په کتنه کښې وویل په مذهبي، دیني،کلتوري، اقتصادي او ټولنیزو زمینو کښې د پاکستان او د ایران ترمینځ زیاتې اړیکې او مشترکات شته چې سبب شوي د اسلام اباد او د تهران اړیکې ډیرې ژورې ووسي.

د پاکستان د لوړو زده کړو د کمیسیون مشر مختار احمد په دې خبرې سره چې ایران او پاکستان ورته مشکلات او چیلنجونه لري او همدغه ګډ مسائیل دواړه هیوادونه له یوبل سره ‎پیوند کولای او هغه د متقابلو ملګرتیاو زمینه کیدلای شي په علمي او د ټیکنالوژۍ په زمینو کښې له ایران سره د ملګرتیا پراخولو ته د پاکستان په دلچسپۍ ټینګار وکړ.

د پاکستان او د ایران اړیکې د پاکستان د خپلواکۍ د تاریخ د اوږدوالي په اندازه دي او په تیرو کلونو کښې په بیلابیلو برخو کښې د تهران او د اسلام اباد اړیکې مخ په ودې دي.

د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د علم په شمول بیلابیلو برخو کښې اوڅاره پرمختګونه کړي دي.

 

ټیګونه