نړیواله ټولنه باید د رفح خلکو د عامې وژنې اجازه ورنکړي
(last modified Tue, 20 Feb 2024 01:15:22 GMT )
Feb 20, 2024 05:45 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه باید د رفح خلکو د عامې وژنې اجازه ورنکړي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر«حسین امیرعبداللهیان» د ملګرو ملتونو سرمنشي«آنتونیو ګوترش» ته په یوه لیک کې، د صهیونیسټي رژیم له خوا د رفح ښار د اوسېدونکو د عامې وژنې په هکله خبرداری ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر«حسین امیرعبداللهیان» په دغه لیک کې ویلي چې، پر رفح باندی هر ډول پوځي برید به له شکه پرته، د اسرائیلي رژیم له خوا د فلسطیني ملت د نسل وژنې یوه بله مرحله وي، نو پکار ده چی د ملګرو ملتونو سازمان په دغه حساس وخت کی په خپلو وظیفو عمل وکړي، ترڅو د هغو فلسطینیانو پر وړاندې چې په رفح کې یې پناه اخیستې ده، د نورو جنایتونو مخه ونیول شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغه لیک کې د صهیونیسټي رژیم له خوا د نږدې ۳۰ زره فلسطینیانو شهادت ته په اشارې سره چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي زیاته کړه، صهیونیسټي رژیم له دې تړانګې څخه د فلسطینیانو د شړلو لپاره، په قصدي توګه له خوراک، اوبو، بشري مرستو او نورو ضروري اړتیاوو څخه د غزې د خلکو په بې برخې کولو سره، خپل ړانده او بې رحمانه پوځي عملیات پیل کړي دي.

دا عمل د "نسل وژنې" ښکاره بېلګه ګڼل کېدای شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په پای کې پر دې په ټینګار سره چې ټول دولتونه له قانوني او اخلاقي پلوه مکلف دي چې د فلسطین د ملت د نسل وژنې مخه ونیسي زیاته کړه: ملګري ملتونه باید له خپلو ټولو غړیو هېوادونو څخه وغواړي چې له غاصب صهیونیسټي رژیم سره له همکارۍ څخه ډډه وکړي.