د ایران د اسلامي شورا د انتخاباتو د کاندیدانو تبلیغات پيل شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146560-د_ایران_د_اسلامي_شورا_د_انتخاباتو_د_کاندیدانو_تبلیغات_پيل_شول
د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټې ویاند بیګا وویل: د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) د انتخاباتو د ۱۵ زرو کاندیدانو تبلیغات له نن سهار څخه پيلیږي.
(last modified 2024-02-21T23:23:34+00:00 )
Feb 22, 2024 03:51 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي شورا د انتخاباتو د کاندیدانو تبلیغات پيل شول

د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټې ویاند بیګا وویل: د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) د انتخاباتو د ۱۵ زرو کاندیدانو تبلیغات له نن سهار څخه پيلیږي.

د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټې ویاند بیګا وویل: د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) د انتخاباتو د ۱۵ زرو کاندیدانو تبلیغات له نن سهار څخه پيلیږي.

محسن اسلامي زیاته کړه: د شپې له دولس بجو نه د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو تبلیغاتي کمپین پیل شو او د فرورۍ د ۲۹ نیټې د سهار تر اتو بجو به دوام ولري.

هغه د ې اانتخاباتو د تبلیغاتو په هکله وویل: د ایران د راډیو او ټیلیویژن ادارې په هم دې موخه ۲۰۰ ځانګړي ولایتي چینلونه شروع کړي دي چې هر کاندید په کښې د خپلو پروګرامونو او اهدافو د وړاندې کولو لپاره ۲۰دقیقې فرصت لري.

ښاغلي اسلامي زیاته کړه: د راتلونکو پارلیماني ټاکنو لپاره د راې اخیستنې ۵۹زره مرکزونه ټاکل شوي او د دې پروسې په ترسره کولو کښې به ۸ لکه کسان د اجرايي عواملو په توګه کار وکړي.

د ویلو ده چې د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) د انتخاباتو دولسم او د رهبرۍ د خبرګانو شورا د ټاکنو شپږم پړاؤ، د راتلونکې مارچ میاشتۍ په اوله نیټه ترسره شي.