ایران د فلسطینیانو پرضد جنایتونه په کلکه وغندل
(last modified Thu, 21 Mar 2024 23:57:09 GMT )
Mar 22, 2024 04:27 Asia/Kabul
  • ایران د فلسطینیانو پرضد جنایتونه په کلکه وغندل

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د غزې تړانګې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژيم د بربریت د دوام په وړاندې د نړیوالو ټولنو په چوپتیا نیوکه وکړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي په ایکس اینټرنیټ پاڼه کښې په یوه پيغام کښې ولیکل د دنیا د ټولو خلکو د سترګو په وړاندې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم وحشي توب او ظلم دوام لري او نړیوالې ټولنې هماغه راز د غزې تړانګې پرضد له یوسل اووشپيتو ورځو راهسې د جنګ په هکله خپلې سترګې پټې کړي دي او یوازې یې د دریځونو او د نظرونو په اعلانولو بسنه کړي ده.

هغه وویل د غزې تړانګې پرضد د جنګ له پیل راهسې تراوسه کابو دوه دیرش زره فلسطینیان شهیدان او څه د پاسه څلور اویا زره نور ژوبل شوي دي چې څه د پاسه دوه اویا فیصده یې ښځې او ماشومان دي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل نن سبا دردونکی خبر د څلورمې ورځې لپاره د صهیونیسټ نیواکګر پوځ لخوا په غزې تړانګه کښې د «الشفا» روغتون کلابند کول دي.

د صهیونیسټ رژيم پوځيانو پرون سهار د غزې تړانګې د «الشفا» روغتون تخصصی کلینک په بمونو سره ولوزوه او په کامل ډول یې تباه کړ.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل د تاریخ ژبه د نړیوالو ټولنو د سترګو په وړاندې د دغه بې پروایۍ ، د ښکاره دردندګۍ او د دغه ټول وحشي توب له بیانولو عاجزه او قاصره ده او د اسرائیلو ملاتړي او چوپتیا غوره کونکي هیوادونه باید د دغه ټول وحشي توب او درندګۍ په وړاندې شرم احساس کړي او نړیواله ټولنه باید د امریکا او د اسرائیلو رژیم له قید څخه د ملګروملتونو او د امنیت شورا د خلاصولو لپاره په بیړني تدبیر غور وکړي.

 

ټیګونه