سوریې کښې د سیمې د امنیت د مدافع ایراني پوځي شهادت
پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب سپاهِ پاسداران ځواک په سوریې کښې د سیمې د امنیت د یو دفاع کوونکي ایراني صلاحکار د شهادت خبر ورکړ.
پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب سپاهِ پاسداران ځواک په سوریې کښې د سیمې د امنیت د یو دفاع کوونکي ایراني صلاحکار د شهادت خبر ورکړ.
شهید القدس «بهروز واحدي» وړمه شپه د سوریې په دیرالزور ولایت باندې د صهیونیسټي رژیم د جنګي الوتکو په حمله کښې په شهادت ورسید.
دغه شهید یو ۲ کلن زوی لري او د ایران په البرز ولایت کښې د کرج ښار اوسیدونکی و.
د ایران ځیني پوځي ځواکونه د سپاه د قدس ځواک په چوکاټ کښې د لویدیځې آسیا د امنیت په ساتنه کښې د مرستې او له ترهګرۍ په تیره بیا داعش ترهګرې ډلګۍ سره په مبارزه کښې د سوريې د پوځي ځواکونو د مرستې او ورته د صلاح مشورو د ورکړې په موخه، د سوریې د حکومت په رسمي بلنه او غوښتنه، په دغه هیواد کښې شتون لري.