Mar 29, 2024 06:20 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامی جمهوریت د مقاومت د جبهې او فلسطین ملاتړ ته پوره ژمن دی.

د ایران د اسلامي شورا مشر وایي، د ایران اسلامي جمهوریت په خپلو اعتقاداتو او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د حکم له مخې د مقاومت د جبهې او فلسطین ملاتړ ته پوره ژمن دي.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ له عمومی منشی زیاد نخاله سره د پنجشنبې په ورځ په کتنه کې د صهیونیسټی نیواکګر رژیم په وړاندې د مقاومت د جبهې او د فلسطین د خلکو د بې ساري دریځ ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، د الاقصی طوفان عملیات د فلسطین، اسلامي او ټولې نړۍ په تاریخ کې یو مهم بدلون دی.

د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشی چې د یوه پلاوی په مشرۍ تهران ته راغلی، په دغه لیدنه کې وویل: مقاومت د اسرائیلو له نیواکګر رژیم سره د مقابلې یوازینۍ لاره ده . زیاد النخالی په دې خبرې سره چې د فلسطین ملت د صهیونیسټ رژیم د ظلمونو په وړاندې مقاومت کوی وویل د ایران اسلامی جمهوریت په خپل ټول توان سره د فلسطین له مقاومت څخه ملاتړ کړی.

د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشی زیاته کړه نن دفلسطین ملت نه یوازې داسرایلو له نسل وژنې رژیم سره بلکې دامریکا په مشرۍ د لویدیځو هیوادونو پرضد هم جنګیږی چې دفلسطین دخلکو پرضد نه یوازې په وسلو بلکې په هر اړخیز ډول یې د صهیونیسټ رژیم څخه ملاتړ هم کړی.

 

ټیګونه