امام خامنه اي: د ښځو او ماشومانو وژل له مقاومت سره په مقابلې کې د صهيونېسټ رژيم د بې وسۍ ښودنه کوي
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د فلسطین د اسلامی جهاد عمومی منشی ته په خطاب کی زیاته یې کړه: د خدای په فضل سره به د غزې د خلکو وروستۍ بریا ووینی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د پنجشنبې په ماښام د فلسطین د اسلامی جهاد له عمومی منشی ښاغلی زیاد النخاله او ورسره ملګری پلاوی سره په کتنه کښې د مقاومت ځواکونه او د غزې خلک تر دې مهاله د دغه ډګر ګټونکي وبلل او ټینګار یې وکړ: د غزې او فلسطین د خلکو مقاومت او د عزت اوج او په دې شپږ میاشتنۍ جګړه کې د صهیونیسټ رژیم ناکامي یوه الهی پیښه اوښکارنده ده.
په دغه کتنه کښې حضرت آیت الله خامنه ای د غزې د خلکو په وژلو کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په اشارې سره وویل: حقیقت دادی چې صهیونیسټ رژیم په خپلو ټولو پوځی تجهیزاتو او د نړۍ د ظالمو قدرتونو په ملاتړ سره، د ښځو او ماشومانو وژل د دې ښودنه کوي چې دا رژیم د مقاومت له ځواک سره د مقابلې او د هغه د ماتې توان نلري،
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د فلسطین د اسلامی جهاد عمومی منشی ته په خطاب کی زیاته یې کړه: د خدای په فضل سره به د غزې د خلکو وروستۍ بریا ووینی.
په دغه کتنه کښې د فلسطین د اسلامی جهاد عمومی منشی هم د فلسطین له مسئلې د ایران د اسلامی جمهوریت د ملاتړپه قدرونې او د شهید جنرال سلیمانی دیاد او خاطرې په درنښت سره وویل: هغه څه چې نن په غزه کښې روان دی په حقیقت کښې د د پېښې تکرار دی. او له ټولو سختیو او دسیسو سره سره د غزې خلکو د مقاومت له ځواکونو سره یو ځای په خپل کم ساري مقاومت سره د امریکا او صهیونیسټي رژیم او د هغوی د ملاتړو پلانونه له ماتې سره مخامخ کړل.
«زیاد النخاله» د مقاومت د ځواکونو په تېره بیا د حماس او اسلامی جهاد تر منځ په بشپړې همغږۍ باندې په ټینګار سره زیاته کړه، د غزې خلک او د مقاومت ځواکونه هوډمن دی چې د خدای په فضل سره تر وروستۍ بریا پورې ودریږي چی په نږدې راتلونکی کی به پوره شی .