Jun 18, 2024 16:01 Asia/Kabul
  • په اقتصادي مناظرې کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو اساسی جملې څه وې؟

پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت د  ولسمشرۍ  دانتخاباتو د  څوارلسم پړاړ د کاندیدانو لومړنۍ ټیلیویژني مناظره بیګاد دوشنبې په شپه د  اقتصادي موضوعګانو په چورلیزتوب سره ترسره شوه.

د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څوارلسم پړاؤ د کاندیدانو په لومړنۍ ټيلیویژني مناظرې کې ،مسعود پزشکیان، مصطفی پورمحمدي،سعیدجلیلي، علیرضا زاکاني ،سید امیر حسین قاضی زاده هاشمي او محمد باقر قالیباف، د قرعه کشۍ په اساس د اقتصادي موضوعګانو په باب  خپلې لیدتوګې او پروګرامونه بیان کړل او د پروګرام اجرا کونکي او د نورو کاندیدانو په وسیله  مطرح شوو پوښتنو ته ئې ځوابونه ورکړل.

د پارس ټوډې په دغه مطلب کې په دغې مناظرې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څوارلسم پړاؤ  د کاندیدانو  د لیدتوګو او اساسی خبرو یو غورچاڼ  ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

قاضی زاده هاشمي؛ باید د نړیوال بانک د غلطو دستور العملونو په باب هوښیار ووسو.

امیر حسین قاضی زاده هاشمي ؛ لومړنی کس ؤ چې  دترسره شوي  پچې  په اساس ئې د کارپيژاندو پوښتنو ته ځواب ورکړ،د انتخاباتو د څوارلسم پړاؤ کاندیدووئيل،مونږ  له نړیوالو تجروبو څخه د استفادې او زده کولو  ته قایل یوو؛ خو سمه او ناکامه تجروبه  سره  پخپلو کې پرتله کوو او په نظر کې ئې نیسو .

د قاضی زاده په اند، ډیری هیوادونه په اقتصادي حوزې کې د نړیوال بانک له سیاستونو څخه د پیروۍ په دلیل  له جدي بحرانونو سره مخ  دي.

محمد باقر قالیباف؛ باید د شانګهائي ملګرتیا موسیسې ،بریکس ډلې اود دوي په شان  نورو موسیسو ته   خاص توجه وشي.

؛باقر قالیباف؛ هغه دوهم کاندید ؤ چې د ټاکل شوي وخت په اساس ئې د مطرح شوي پوښتنې په باب خپلې لیدتوګې بیان کړې.دغه کاندید هم ددې خبرې په کولو سره چې ولسمشر باید داسې وټاکل شي، چې د مشکلاتو د حل ضامن شي، ووئيل؛ باید د بندیزونو دختمولو، د بندیز په حوزې کې د اقدام په وړاندې اقدام او دشانګهائي ملګرتیاموسیسې ،ؤ بریکس ډلې او ددوي په شان نورو حوزو ته پام په ایجنډا کې شامل شي.

مسعود پزشکیان؛ اړتیاده چې تولیدونکي او تجارتي کوټې په میداني فیصلو کولو کې فعاله شي.

مسعود پزشکیان، دریم  کاندید ؤ چې په لومړنۍ انتخاباتي مناظرې کې ئې د کارپيژاندو  پوښتنو ته ځواب ورکړ.د ولسمشرۍ د انتخاباتو دغه کاندید ووئیل؛ د ټولو د ګډون او شتون د لومړنی پروګرام د اجرا لازمه ،له اختلاف لیرې  او له داسې غوره  کارپيژاندو څخه استفاده ده چې  له ګوندي  او ډلو ټپلو سره له اړونده نه وي،داسې کسان چې پوهنتونوال او متخصص کسان وي.

پزشکیان ددې خبرې په کولو سره چې په اقتصادي ډګر کې هر کړچار باید د انفلیّشن د کمیدا سبب شي، ووئيل؛تولیدونکو، تجارتي کوټو او هغو ټولو کسانو ته چې په تولید کې ګډون کوي، باید ډګر ورکړوڅو په فیصلو کولو او فعالیتونو کې لاسونه پرانیستي وي.

سعید جلیلي ؛ د اقتصادي تحقق لازمه یوازې د پانګې جذبول نه دي.

سعید جلیلي هغه څلورم کاندید ؤ چې د کارپيژاندو پوښتنو ته ئې ځواب ورکړ.د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څوارلسم پړاؤ کاندید ووئيل،د اقتصادي ودې د تحقق لازمهیوازې د پانګې جذبول نه دي ،بلکې له دې لامهمه  د ټولنې  وګړو ته مشارکت ورکول دي او حکومت باید رول ولوبوي.

سعید جلیلي ووئیل، حکومت باید د ملت د هر یوه وګړي لپاره چې د رول لوبونې لپاره وړتیا اوهوډ لري، لازمې زمینې برابرې شي.

علی  رضا زکاني ؛ باید د شتمنۍ عادلانه ویش وشي.

علی رضا زاکاني هغه پنځم کاندید ؤ چې د ټاکل شوي وخت په اساس ئې د کارپيژاندو پوښتنو ته ځّوابونه ورکړل. د انتخاباتو د څوارلسم  پړاؤ دغه کاندید ووئیل، د تولید په حوزې کې خام فروشئ ته بې پامي  او په زیات  ارزښت سره نهائي محصولاتو  د وړاندې کولو  زمینې ته بې توجهي په نظر کې  ده .

زاکاني روښانه کړې ده ،پر قانون مشتمل د خلکو د ګډون په باب باید امکان وړاندې شي،په ټيکنالوجۍ باندې په تیکې سره بهیرونه لنډیدلی او تجهیزات ورکوټي کیدلی شي او خلک  په اقتصاد کې واریدیدلی شي او نهایتا  د هغې شتمنې د پنځولولپاره چې ترسره کیږي، عادلانه ویش په نظر کې ونیول شي.

پورمحمدي ؛ اقتصادي مشکلات دحل لپاره اقتصادي حل لارې ضروري نه دي.

حجةالاسلام مصطفی پورمحمدي  هغه ترټولو وروستۍ کاندید ؤ  چې د کارپيژاندو پوښتنو ته ئې ځوابونه ورکړل. د  ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څوارلسم پړاؤ دغه کاندید دډې خبرې په کولو سره چې اقتصادي مشکلات لازما اقتصادي حل لارې نه لري، ووئيل؛ په ملی توان او مدیریّت سره مشکلات حل کیدلی شي، خو باید د کارپيژندنې نظرونو ته کوم ارزښت ورکړو،مونږ سیاستوالان یوو ،باید د کارپيژندنې په پشتوانې سره ، د کارپيژاندو او خلکو په نظرونو سره  لومړیتوبونه  وټاکوو.

حجةالاسلام مصطفی  پور محمدي ددې خبرې په کولو سره چې اوس د ټیکنالوجۍ پوهې، تخصص او تجروبې زمانه ده ،ټينګار وکړ؛مالی ثبات په هرې یوې ټولنې کې د اقتصادي بریالیتوب راز دی .

د وئيلو ده د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ انتخاباتو د څوارلسم پړاؤ وارمخکې انتخابات،د چورلکې د نسکوریدا د پيښې له امله د ایران د اسلامی جمهوریت د وخت د ولسمشر ابراهیم ریئسي په شهادت پسې  د جون په ۲۸  نیټه ترسره کیږي.

 

 

ټیګونه