د سیمې د مشکلاتو اساس د امریکا د شتون په دلیل دی
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود نن سهار د هیواد له یوشمیر بره علمي شخصیتونو او استعداد لرونکو کسانو سره په کتنه کښې وفرمائیل:
د سیمې د مشکلاتو اساس د امریکا او د ځینو اروپايي هیوادونو په شان د هیوادونو شتون دی چې په دورغو سره د سولې او د ارامښت خبره کوي.
ایکنا خبري اژانس د حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د اثارو د ساتنې او د نشر د اطلاعاتو د مرکز په قول راپور ورکړ د ایران یوشمیر ځوانانو شخصیتونو ، علمي استعداد لرونکو کسانو او په کنکور کښې د لوړو درجو ترلاسه کونکو نن سهار د اسلامي انقلاب له مشر حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي سره د امام خمیني رحمت الله علیه په حسینیې کښې کتنه وکړه.
په دغه کتنه کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بیاناتو شرع په لاندې ډول ده :
مونږ نن سبا غمجن یوو ؛ په تیره بیا زه له زړه ویرجن یم. هغه پیښه چې رامینځته شوه کومه کوچنۍ پیښه نه ده؛ د ښاغلي سید حسن نصر الله نشتون کومه کوچنۍ پیښه نه ده او مونږ یې له زړه غمجن کړي یوو.
له دې سره سره چې فضا ، د عمومي ویر فضا ده په ایران کښې د کلمې په حقیقي معنا ویر دی، دغه کتنه مو بل وخت ته ونه ځنډوله. دغه کتنه له مخکې څخه پلان شوي وه امکان و چې راتلونکي اوونۍ ترسره شي. فکر مو وکړ چې دغه موضوع باید ونه ځنډیږي. دغه جهت ګیري او لورنیونه او له شخصیتونو سره د ګروهنې لورنیونه باید ونه ځنډیږي. غونډه مو جوړه کړه.د دغه غونډې جوړول زمونږ لپاره یو پیغام لري او پیغام یې دا دی چې مونږ که څه هم غمجن یوو خو زمونږ غمجن کیدل د ماتم کولو او د خپګان کولو او په یوه کونج کښې کیناستل نه دي. زمونږ د ماتم جنس د سید الشهدا حضرت امام حسین علیه السلام له جنس څخه دی ، ژوندی او ژوندی کونکی دی. مونږ ویرجن یوو دغه غم او عزا مونږ ډیر حرکت ، پرمختګ او کار سره شوق ته هڅوي. زه غواړم دغه پیغام د کلمې په حقیقي معنا زمونږ په زړونو کښې نافذ کړو، احساس کوو زمونږ عزادارۍ هم باید مونږ مخ ته بوځي.
زه البته د لبنان د مسائیلو او د هغه څه په زمینه کښې چې دغه ستر او عزیز شهید حسن نصر الله ته اړونده دي یوشمیر عرایض لرم چې په راتلونکي کښې به انشاالله د هغوې په هکله خبرې وکړم.
زر به د غزې او د لبنان د مسائیلو په هکله خبرې وکړم. د سیمې د مشکلاتو اساس د امریکا او د ځینو اروپايي هیوادونو په شان د هیوادونو شتون دی چې په دروغو ویلو سره د سولې او د ارامښت خبره کوي.
د غزې او د لبنان په مسائیلو به هماغه ډول چې ومو ویل انشاالله خبرې وکړم او که چیرې ژوندی وم او زه یوازی یوه خبره وکړم هغه دا ده چې په دغه سیمه کښې د مشکل جرړه چې دغه جنګونه ، نښتې او اندیښنې او دښمنانیان او نورې ستونزې رامینځته کوي د هغو هیوادونو د شتون په وجه دي چې د سیمې د سولې او د ارامښت ادعا کوي؛ یعني امریکا او ځینې نور اروپايي هیوادونه.که چیرې دغه هیوادونه په سیمه کښې خپل شر کم کړي ، بې شکه دغه نښتې او دغه جنګونه او دغه چلندونه به له مینځه ولاړ شي. د سیمې هیوادونه کولای شي چارې په خپله اداره کړي، خپله سیمه اداره کړي ، له یوبل سره په سولې ، سلامتیا او په عافیت کښې ژوند وکړي.
دغه هیوادونه یوه ورځ یو هیواد لمسوي ، لکه د صدام په شان یو کس لمسوي ، او بیا سختې او ترخې پیښې رامینځته کیږي. یوه ورځ صدام نشته د هغه ملاتړي هم نشته، د ایران او د عراق د دوو هیوادونو ترمینځ مینه رامینځته کیږي د حسیني اربعین په شان چې تاسو هم له نږدې ولیدل ؛ یعني مسله داسې ده.له نورو هیوادونو سره هم همداسې ده.د هغو هیوادونو شتون چې نن سبا د سیمې د ارامښت ادعا کوي دروغ وايي ، د دوې شتون د د غه سیمې د مشکلاتو اصلي اساس دی.
مونږ هیله من یوو چې په الهي توفیق سره د ایران د ملت په لوړ همت او د اسلامي انقلاب له الهاماتو په مرستې او د نورو ملتونو په ملګرتیا سره له دغه سیمې د دښمانانو شر ختم کړو انشا الله.