د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ په اسرائیلو بریدونه وکړل
(last modified Sun, 27 Oct 2024 23:46:08 GMT )
Oct 28, 2024 04:16 Asia/Kabul
  • د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ په اسرائیلو بریدونه وکړل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان حزب الله غورځنګ د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ میشته ښارګیو او د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو په مرکزونو باندې د حملو او د یوشمیر صهیونیسټانو د هلاکت او د ژوبلیدا خبر ورکړ.

د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله پرون وویل د اسلامي مقاومت مجاهدانو د فلسطین په غزې تړانګه کښې د فلسطین د ثابت قدمه ملت او د هغه د شرافتمندانه او زړور مقاومت د ملاتړ کولو او د لبنان او د هغه د ملت د دفاع لپاره په بې پایلوټه الوتکو سره د «عکا» سیمې په جنوب کښې د «یودیفات» پوځي صنایعو په شرکت باندې بریدونه وکړل.

د لبنان حزب الله دغه راز په پینځه اویا توغندیو سره د نیواکي ټاټوبو په شمال کښې په الجلیل سیمې هم بریدونه وکړل.

صهیونیسټي رسنیو هم په الجلیل سیمه کښې په طمره ښار کښې د څو صهیونیسټانو د ژوبلیدا خبر ورکړ.

د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله دغه راز وویل په توغندیو سره یې د حیفا په شمال کښې په «زوفولون» پوځي صنایعو مرکز باندې برید کړی دی.

حزب الله دغه راز په درو نورو عملیاتو کښې په یوشمیر توغندیو سره په «المرج» ، په «المالکیه» او په"کرمئیل"ښارګي کښې په اډو باندې بریدونه وکړل.

د لبنان حزب الله ځواکونو دغه راز په بې پایلوټه الوتکو او توغندیو سره په المناره حولا ښارګیو :ښې د صهیونیسټ رژيم د پوځ په پلې ځواکونو باندې بریدونه وکړل.

دغه راز د لبنان په جنوب کښې په  بعلبک و حارة صیدا ښارګیو باندې د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو په بریدونو کښې څه د پاسه دیرش کسان شهیدان او ژوبل شوي دي.

ویل کیږي چې د اسرائیلو رژیم په دغو بریدونو کښې د لبنان اته کسان شهیدان او پینځویشت نور ژوبل شوي دي.

د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو دغه راز د لبنان په بنت جبیل ښار هم بمبارې وکړې.

د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو پرون سهار هم د لبنان د پلازمینې بیروت په جنوبي ضاحیه سیمه کښې په څو سیمو پینځه ځله بمبارې وکړې.

 

ټیګونه