امریکا او لویدیځ هیوادونه د اسرائیلو په جنایتونو کښې شریک دي
(last modified Sun, 27 Oct 2024 23:30:05 GMT )
Oct 28, 2024 04:00 Asia/Kabul
  • امریکا او لویدیځ هیوادونه د  اسرائیلو په جنایتونو کښې شریک دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان « جنګ» ورځپاڼې امریکا د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم ملګري او مرسته کونکي وبلله.

دغه ورځپاڼې پرون ولیکل امریکا په خپلو جنګ غواړو سیاستونو سره دنیا د دریم نړیوال جنګ په لور ورکاږلي ده.

جنګ ورځپاڼې زیاته کړه بریتانیا او د لویدیځ نور استکباري هیوادونه هم په کامل ډول د صهیونیسټ رژيم په جنایتونو کښې شریک کړي کوم چې له امریکا سره د غږملتیا کولو په ترڅ کښې د اسرائیلو رژيم د نسل کشۍ ملاتړ کوي.

جنګ ورځپاڼې د صهیونیسټ رژیم د تیریګرو اقداماتو په غندلو کښې د اسلامي دنیا او د سیمې د مهمو هیوادونو او په تیره بیا د پاکستان دریځونو ته په اشارې سره له ملګروملتونو او د اسلامي ملګرتیا موسسې وغوښتل چې د روان حالت د کنټرولولو لپاره عملي ګام پورته کړي ګني دنیا به د ډیرو ناوړه پیښو کتونکي ووسي.

صهیونیسټ رژیم د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اوومې نیټې راهسې د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو پرضد ورانونکی جنګ پیل کړي چې له کبله یې تراوسه کابو درې څلویښت زره بې ګناه خلک شهیدان شوي او کابو یولک نور ژوبل شوي هم دي.

صهیونیسټ رژیم دغه راز د لبنان د  خلکو او د حزب الله غورځنګ پرضد هم جنګ او حملې پیل کړي دي چې له کبله یې تراوسه له دوه نیمو زرو څخه زیات کسان شهیدان او په زرګونو نور ژوبل شوي هم دي.

 

ټیګونه