د ایران ولسمشر: د امریکا دسیسې به شنډ شي
(last modified Fri, 25 Oct 2024 08:38:05 GMT )
Oct 25, 2024 13:08 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر: د امریکا دسیسې به شنډ شي

سحاب – د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وایي، د بریکس سرمشریزې د لاسته راوړنو په اجرا سره به د امریکا او د هغوی د متحدینو دسیسې شنډې شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، مسعود پزشکیان ، تیره شپه د ۲۰۲۴ کال له سرمشریزې څخه د را ستیندو پر مهال په مهراباد هوايي ډګر کې د خبرو پر مهال وویل: د متحده ایالاتو او د هغه د ملګرو هېوادونو دسیسې به، د بریکس سرمشریزې پریکړې په پلي کیدو سره په دوامداره توګه شنډې شي.

پزشکیان زیاته کړه: بریکس غواړي د ډالرو په اړه د امریکا له یو اړخیز اقدام سره مقابله وکړي او په وینا یې، د بریکس په سرمشریزه کې پریکړه وشوه چې د پیسو نړیوال صندوق په اوسني وخت کې د متحده ایالاتو د یو اړخیزو اقداماتو سره د مقابلې لپاره یو نوی فنډ رامینځته کړي ترڅو د متحده ایالاتو د بندیزونو پالیسۍ خنثی کړي او په ترڅ کې غړي هېوادونه وکولی شي له یو بل سره په پولي او مالي اړیکو کې ډیر خوندیتوب ولري.

دا لومړی ځل دی چې د ایران اسلامي جمهوریت د بریکس د نوي غړي په توګه په دې سرمشریزه کې ګډون کوي؛ هغه شتون چې د بریکس غړو سره د ایران د تعامل په سیوري کې د بندیزونو د خثنی کولو لامل کیږي.

ټیګونه