ایران کښې هیڅ ټروریسټ مصونیت نلري حتی که جرمني یې هم ملاتړ وکړي
(last modified Thu, 31 Oct 2024 05:54:26 GMT )
Oct 31, 2024 10:24 Asia/Kabul
  • ایران کښې هیڅ ټروریسټ مصونیت نلري حتی که جرمني یې هم ملاتړ وکړي

پارس ټوډې –د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچي په ایران کښې د «تندر» د ترهګرې ډلې د سرغنې له اعدام او دغه موضوع ته د جرمني د حکومت په غبرګون وروسته وویل: په ایران کښې هیڅ ترهګر مصونیت نلري حتی که چیرې د جرمني لخوا یې هم حمایت ملاتړ وشي.

د ایران د خلکو پرضد د« تندر» د ترهګرې او د ګوډاګۍ ډلګۍ له کلونو کلونو جنایتونو او شرارتونو وروسته د دغه ترهګرې ډلې د سرغنې «جمشید شارمهد» د اعدام ( پانسۍ ) حکم چې د جرمني تابعیت یې درلود د قانوني روال له کچ کولو او د ایران په سترې محکمې د محکمې د نهايي رای له تائید وروسته د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اتویشتمه نیټه اجرا شو.

پارس ټوډې سایټ راپور ورکړی د تندر ترهګرې ډلې په دوه زره اتم میلادي کال کښې د ایران د شیراز په «سید الشهد حسینیه» ( امامباړې) کښې په بم چاودنې سره چې د ایران څوارلس ښاریز یې شهیدان او درې سوه نور ژوبل کړي وو په تیرو کلونو کښې هم په شیراز کښې د یوه ډیم د الوزولو او د تهران د کتاب په پوهنتون کښې د سیانور بمونو د چاودولو په شمول د څو ترهګرو عملیاتو اراده لرله چې د ایران د امنیتي ځواکونو په استخباراتي تسلط سره ناکامه شول.

تندر ترهګرې ډلې دغه راز د ایران د اټومي صنعت د ساینس پوه شهید «مسعود علي محمدي» په ټرور کښې هم لاس درلود.

د تندر د ترهګرې ډلې مشر جمشید شارمهد  په ایران کښې د ترهګرو حملو د ترسره کولو په وخت په یوه فیلم کښې وايي مونږ هیڅ خیځل نه کیږو چې څوک ووژنو مګر مونږ د شیراز له بم چاودنې انکار وکړ مونږ خلک وژنو او وحشت او ویره رامینځته کوو.»

د ترهګر «جمشید شارمهد» د اعدام د حکم له اجرا وروسته د جرمني خارجه وزارت د ایران د اسلامي جمهوریت شارډز افیر احضار کړ.

د ایران د  بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم د جرمني د حکومت دغه اقدام ته په غبرګون کښې وویل: د جرمني پاسپورټ د هیڅ چا لپاره که هم یوه ترهګر جنایتکار هم وي مصونیت او خوندي توب نه رامینځته کوي.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي په دې خبرې سره چې د ایران خلکو هغه کیمیاوي وسلې چې جرمني د عراق صدام رژیم ته ورکړي نه دې هیرې کړي زیاته کړه د جرمني حکومت د اسرائیلو رژیم په پرله پسې نسل کشۍ کښې شریک دی ځکه چې جرمني په لبنان کښې د خلکو د وژلو او په غزې کښې د نسل کشۍ لپاره اسرائیلو ته د مرګونو وسلو دوهم ورکونکی هیواد ګڼل کیږي.

د ایران خارجه وزیر دغه راز د تندر د ترهګرې ډلګۍ د سرغنې له اعدام وروسته د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست د مسوول جوزپ بورل لاسوهونکو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل اروپا د ریاکارۍ بیلګه ده.

 

ټیګونه