ایران: په سوریه کې له اوسني واکمنۍ سره مستقیمه اړیکه نلري
تهران راډیو - د ایران د بهرنیو چارو د وزارت وایي، موږ له ډېرې مودې راهیسې په سوریه کې د مخالفو خوځښتونو سره په دې موخه په اړیکه کې یو او سوریې ته د ایران داخلیدل هم په همدې موخه وو، چې د سیمې هېوادونو ته د داعش او نورو تروریستي ډلو د پرمختګ مخنیوی وشي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایې وویل: د یادې چارې پرته دا مهال په سوریه کې له حاکمې ډلې سره هیڅ ډول مستیقمې اړیکې نلرو.
نوموړي زیاته کړه: د سوریې کورنۍ چارې د دغه هېواد د خلکو پورې اړه لري او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د امريکا لاسوهنې له نا امنۍ پرته بل هیڅ لاسته راوړنه نلري.
بقایي د حيات التحرير الشام د وسله والې ډلې د قوماندان ابو محمد الجولاني د نيولو لپاره د امريکې د انعام د ختمولو په اړه وویل: تجربې ښودلې ده چې ترهګري او په دې برخه کې د امریکا تور لیست د سپینې ماڼۍ د اهدافو د ترلاسه کولو وسیله ده. داسې عمل چې هیڅ قانوني ارزښت نلري او یوازې د واشنګټن دوه ګونی معیار څرګندوي.
هغه زیاته کړه: مهمه داده چې سوریه د ترهه ګرۍ د ودې په ځای بدله نشي او ټول هېوادونه دې نتیجې ته ورسیږي، چې د سیمې په هېوادونو کې هر ډول نا امنۍ د سیمې نورو هېوادونو ته رسیږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز په ایران کې د ناکراریو د ملاتړ په اړه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ څرګندونې وغندلې او دا یې د نړیوالو قوانیو څخه د امریکا سرغړنه وبلله.
هغه زیاته کړه: امریکایان باید په ایران او نورو هېوادونو کې د خپلو لاسوهنو حساب ورکړي.
اسماعیل بقایي ې ته په اشارې سره چې د ایران په چارو کې د امریکې لاسوهنه کومه نوې خبره نه ده، زیاته یې کړه، د یو لوړ رتبه امریکایی چارواکی له خوا دا څرګندونې د ایران په کورنیو چارو کې د امریکې د لاسوهنې په تاریخ کې یوه بله توره پاڼه ده چې د ۱۳۳۲ کال د زمري د اته ویشتمې څخه دوام لري او په یو طرفه بندیزونو لګولو سره يې دغه چارې ته اوس هم دوام ورکړی.