د ایران ولسمشر د اسرائیلو رژیم پرضد عملیاتو ته غبرګون وښود
(last modified Fri, 13 Jun 2025 22:52:42 GMT )
Jun 14, 2025 03:22 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر د اسرائیلو رژیم پرضد عملیاتو ته غبرګون وښود

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د صهیونیسټ رژیم پرضد د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي عملیاتو پیلو ته غبرګون وښود او ویې لیکل نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَ فَتْحٌ قَرِیبٌ

ولسمشر مسعود پزشکیان د صهیونیسټ رژيم پرضد د ایران د اسلامي جمهوریت د عملیاتو پیلیدا ته په غبرګون کښې په خپل ایکس اینټرنیټ پاڼه کښې ولیکل نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَ فَتْحٌ قَرِیبٌ

څو ساعته مخکې د نیواکي ټاټوبو( اسرائیلو) په لور د سلګونو ډول ډول بلاسټیک توغندیو په ویشتل کیدا سره د صهیونیسټ رژیم وحشیانه حملې ته پریکنده ځواب او د وعده صادق ۳ په نوم پوځي عملیات پیل شول.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک عمومي اړیکو دفتر په یوې اطلاعیې کښې په یا علي بن ابي طالب علیه السلام سپیڅلي رمز سره د وعده صادق ۳ د پوځي عملیاتو د پیلیدا خبر ورکړ.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د اطلاعیې کامل متن په لاندې ډول دی:

بسم الله الرحمن الرحیم

«وَسَیَعْلَمُ الَّذِینَ ظَلَمُوا أَیَّ مُنْقَلَبٍ یَنْقَلِبُونَ»

د اسلامي ایران په یوشمیر سیمو باندې پرون سهار د صهیونیسټ ماشوم وژونکي  او د ظالم ترهګر رژیم له تیریګر اقدام او تیري او د وسله والو ځواکونو د یوشمیر لوړرتبه پوځي قومندانانو او د سترو اټومي ساینس پوهانو او د بې ګناه خلکو په تیره بیا د مظلومو ماشومانو  له شهادت وروسته د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د ایران د ملت د دفاعي او د یرغلیز مټ په توګه په الهي قدرت باندې تکیې او د ټولو قواو د قومندان په لارښوونو او د ایران د شریف ملت یو هیړ ملاتړ او د لسګونو هدفو پرضد دقیقو او ځپونکو حملو ته په پام سره په نیواکي ټاټوبو کښې د وعده صادق ۳ عملیات په یا علي بن ابي طالب علیه السلام په سپڅلي رمز سره د غدیر د برکت لرونکي اختر په شپې اجرا شول.

پرون سهار په تهران او د ایران په یوشمیر نورو ښارونو باندې د صهیونیسټ رژیم په ترهګرو حملو کښې یوشمیر پوځي قومندانان ، ساینس پوهانو او ملکي وګړي شهیدان شوي وو.