د ایران فارس خليج په نړیوالو معادلاتو کې څه رول لري؟
پارس ټوډې - د ایران فارس خليج د خپل بې سارې جغرافيايي موقعیت له امله، د اسيا، اروپا او افریقا درېیو قارو ترمنځ تر ټولو لوی او مهم ارتباطي مرکز ګڼل کېږي.
د ایران فارس خليج په تاریخي بهیر کې تل د ایران لپاره په کورني، سیمه ییزه او نړیواله کچه فوق العاده ستراتیژیک اهمیت لرلی دی، په داسې ډول چې د ایران د بهرني سیاست ستراتیژیکې پرېکړې تل د دې سیمې ځایګي ته په کتو سره کېږي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د «فارس خليج» نوم په پخواني تاریخ کې ریښې لري او ګڼ تاریخي اسناد او سرچینې دا نوم تاییدوي. برعکس، د ځینو سیمه ییزو هېوادونو او بهرنیو قدرتونو هڅې د یوه جعلي نوم د رواجولو لپاره چې هېڅ تاریخي او منطقي مخینه نه لري، او غندل شوي دي. دا اقدامات د ایراني ملت د کلتوري او تاریخي هویت په نښه کول ګڼل کېږي. ملګري ملتونه او نور نړیوال بنسټونه یوازې د «فارس خليج» نوم په رسمیت پېژني.
د فارس خليج نړیوال اهمیت په څو کلیدي عواملو پورې تړلی دی:
د انرژۍ پراخې سرچینې:
فارس خليج د نړۍ شاوخوا ۶۲ سلنه د تېلو او ۴۰ سلنه د ګازو زېرمې لري. اټکلونه ښيي چې د فارس خليج حوزه شاوخوا ۷۳۰ میلیارده بشکې تثبیت شوي د تېلو زېرمې او له ۷۰ ټریلیون مترمکعب زیات طبیعي ګاز لري.
د هرمز تنګی:
دا تنګی حیاتي لاره ده چې فارس خليج له عمان سمندرګي او آزادو اوبو سره نښلوي او د نړۍ د یوولسو مهمو تنګو ترمنځ، بې سارې اقتصادي او ستراتیژیک ځایګی لري. د سیمې ډېری د تېلو صادرات له دې تنګي تېرېږي.
پوځي او امنیتي اهمیت:
په سیمه کې د لوېدیځو هېوادونو په ځانګړې ډول د امریکا او انګلستان د پوځي اډو او بېړیو حضور، د دې سیمې د ستراتیژیک اهمیت ثبوت دی. دا حضور «د تېلو بېړیو جګړې» په څېر پېښو وروسته، د ایران او د عراق بعثي رژیم د جګړې په وخت کې، نور هم پیاوړی شو.