په تل ابیب باندې د ایراني توغندیو لګېدل
Mar 19, 2026 12:42 Asia/Kabul
پارس تودی- صهیونیستي رسنیو د تل ابیب په مختلفو سیمو باندې د ایراني توغندیو د لګېدو خبر ورکړي دي.
د پارس تودې له راپور سره سم، د صهیونیستي رژیم ۱۴ ټلویزیوني چېنل اعلان وکړ: په تل ابیب کې د یوې توغندی د خولۍ د لګېدو د امله یو کس وژل شوی دی، له دې مخکې، عبري سرچینو د نیواکي فلسطین په مرکز کې د جلجولیې په سیمه کې، د ایراني توغندیو د چاودنې او پرزو د امله د پنځو کسانو د ژوبل کېدو خبر ورکړي وه.
په صهیونیستي اهدافو باندې د ایران او د لبنان د حزب الله د توغندوي بریدونو د امله د رامینځته شویو زیانونو او وژل شویو په اړه د معلوماتو او انځورونو په خپراوی باندې د سخت سانسور اجرایي کېدو سربیره، په ټولنیزو رسنیو کې د دې توغندیو د لګېدو انځورونه خپریږي.