قالیباف:کلابندۍ سره، به د هرمز سمندري اوبلاره خلاصه نشي
پارس ټوډی- د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په خپلې اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل:د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په یوه ساعت کښې، اوه ادعاګانې وکړې او هغه ټولې دروغ دي.
پارس ټوډی سایټ راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په خپلې اینټرنیټ پاڼې کښې په دې خبرې سره چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په یوه ساعت کښې اوه ادعاګانې وکړې چې هغه ټولې دروغ دي ولیکل: په دغو دروغو ویلو سره په جنګ کښې بریالي نشول او هم به په خبرو کښې بریالي نشي.
قالیباف په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د کلابندۍ په دوام سره به د هرمز سمندري اوبلاره خلاصه نشي، وویل په هرمز اوبلاره کښې به تګ راتګ د ټاکل شوي لارې پراساس او د ایران په اجازې سره ترسره شي.
هغه وویل: د هرمز سمندري اوبلارې خلاصیدل او د هغه په هکله قوانین میدان په ګوته کوي نه ټولنیز اینټرنیټ سایټونه.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په پاې کښې وویل:رسندوي جنګ او د افکارو انجنیرینګ کول د جنګ یوه مهمه برخه ده او د ایران ملت د دغو چالاکیو تر اغیز لاندې نه ورځي