بقایي: امریکا او اسرائیل د تفریح لپاره خلک وژني
پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران د ملت پر ضد د امریکا او صهیونیسټي رژیم د تپل شوې جګړې د ماهیت په اړه په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې پر سولهخوښوونکي ایراني ملت چې څه تپل شوي، هغه عادي جګړه نه ده.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند«اسماعیل بقایي» په ایکس ټولنیزه پاڼه کې په یوه پیغام کې ولیکل:
ټولو شریفو او باوجدانه انسانانو ته، پرته له دې چې دین، قوم، ملیت، نژاد یا بل هر توپیر ولري؛ مسلمانانو، یهودیانو، مسیحیانو، سیکانو، هندوانو، بودایانو او د هر بل دین او مذهب پیروانو ته: امریکا او اسرائیل، دوه اټومي وسلو لرونکي رژیمونه، د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه، د یو کال په کم وخت کې د دویم ځل لپاره، د خبرو اترو د بهیر په منځ کې پر ایران یوه تیري کوونکې او غیرقانوني جګړه وتپله.
بقایي ټینګار وکړ: هېر نه کړو چې امریکا د ۲۰۲۵ کال په جون کې هم په همدې پلمه پر ایران برید کړی وو او ادعا یې کړې وه چې د ایران اټومي پروګرام یې بشپړ له منځه وړی دی. ویښ اوسئ چې دا جګړه د خاورې، سرچینو یا جیوپولیټیک پر سر نه ده. دا هغه جګړه ده چې زموږ په عصر او د راتلونکو نسلونو لپاره به، د «خیر» او «شر» اصلي مانا وټاکي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ولیکل: هغه څه چې پر سولهخوښوونکي ایراني ملت تپل شوي، عادي جګړه نه ده. په یوه اړخ کې هغه کسان ولاړ دي چې د جګړې د قوانینو له ماتولو او د انساني اصولو تر پښو لاندې کولو خوند اخلي؛ هغه کسان چې د تفریح لپاره خلک وژني، ماشومان حلالوي څو د هغوی کورنۍ عذاب کړي، او د ښځو پر ورزشي سالونونو برید کوي یوازې د دې لپاره چې د خپلو نویو توغندیو د ویجاړولو ځواک وازمويي.
بقایي څرګنده کړه: دا جګړه د هغو کسانو ترمنځ ده چې په ویاړ سره د «لا زیات تفریح» لپاره د بېوسلې بېړیو د ډوبولو خبرې کوي او د هغو خلکو ترمنځ چې حتی د یرغل په منځ کې هم د بېګناه انسانانو د ژوند د ساتنې لپاره خپل وروستی هڅه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دوام کې ولیکل: د بشریت وجدان لا هم نه دی مړ شوی. خو په داسې شپو ورځو کې چوپتیا له شرارت سره همکاري ده.