د امریکا او صهیونیستي رژیم پوځي مرکزونه او شتمنۍ روا ټارګټونه دي
پارس ټوډې - د ایران د ملت پر ضد سمندري محاصره او د صهیونیستي رژیم لپاره د امریکا وروستی شین څراغ، په سیمې کې د امریکا او صهیونیستي رژیم پوځي مرکزونه او شتمنۍ په روا ټارګټونو بدلوي. زمونږ د وسلهوالو ځواکونو لاسونه د پخوا په څېر ازاد دي.
د ایران د اسلامي شورا مشر د صهیونیسټي رژیم لهخوا دلبنان پر ضاحیه د برید او د ټرمپ د پرونیو څرګندونو په غبرګون کې ولیکل: د ایران د ملت پر ضد سمندري کلابندي او د صهیونیستي رژیم لپاره د امریکا وروستی شین څراغ، په سیمې کې د امریکا او صهیونیستي رژیم پوځي مرکزونه او شتمنۍ په روا ټارګټونو بدلوي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په خپل ټولنیز چینل کې ولیکل: نه د اوربند ژمنې ته پابند دي او نه پر خبرو اترو باور لري؛ د ایران پر ضد د سمندري کلابندئ او د لبنان په اړه د شویو هوکړو په ماتولو سره ئې وښودله چې یوازې د قدرت ژبه درک کوي.
قالیباف ټینګار وکړ: د ایران د ملت پر ضد سمندري محاصره او د صهیونیستي رژیم لپاره د امریکا وروستی شین څراغ، په سیمې کې د امریکا او صهیونیستي رژیم پوځي مرکزونه او شتمنۍ په روا ټارګټونو بدلوي. زمونږ د وسلهوالو ځواکونو لاسونه د پخوا په څېر ازاد دي.