د ایران او چین د سټراټیژیکو اړیکو پیاوړتیا اړینه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174832-د_ایران_او_چین_د_سټراټیژیکو_اړیکو_پیاوړتیا_اړینه_ده
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا مشر، محمدباقر قالیباف، د چین د ملي ولسي کانګرس له مرستیال «هه وي» سره وکتل او په دغې کتنې کې ئې د تهران او بیجینګ ترمنځ د ستراتیژیکو، سیاسي او پارلماني اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2026-07-03T11:06:56+00:00 )
Jul 03, 2026 15:08 Asia/Kabul
  •   د ایران او چین د سټراټیژیکو اړیکو پیاوړتیا اړینه ده

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا مشر، محمدباقر قالیباف، د چین د ملي ولسي کانګرس له مرستیال «هه وي» سره وکتل او په دغې کتنې کې ئې د تهران او بیجینګ ترمنځ د ستراتیژیکو، سیاسي او پارلماني اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د پارس ټوډې د راپور له مخې  محمدباقر قالیباف نن  د چین د ملي ولسي کانګرس له مرستیال هه وي سره په لیدنې کې وویل: له وروستي جنګ  او نویو تحولاتو وروسته د سیمې وضعیت داسې شوی چې د ایران او چین ترمینځ لا نږدې همغږي تر پخوا ډېره اړینه ده. د ایران اسلامي جمهوریت به امریکا ته هېڅکله اجازت ور نه کړي چې په هرمز تنګي کې لاسوهنه وکړي.

قالیباف د همدې ورځې په یوه بل ملاقات کې د بلاروس د  ولسی جرګې  له  مشر ایګور سرګینکو سره د صهیونیستي رژیم او امریکا د تېري پر وړاندې د ایران د ملاتړ په خاطر  د سپينې روسیې  د  دریځ  مننه وکړه او و ې ویل امریکا او صهیونیستي رژیم د روژې په جنګ کې خپلو هېڅ  یوې موخې ته ونه رسېدل، او  اوس  ټول دې نتیجې ته رسېدلي چې د ایران پر ضد پوځي اقدام ناکام شوی دی.

همدارنګه د ایران د اسلامي شورا  د عراق له خپل سیال هیبت الحلبوسي سره، چې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته راغلی ؤ، په لیدنې کې د دواړو ملتونو پر ژورو اړیکو ټینګار وکړ، د وروستۍ جګړې پر مهال ئې د عراق د حکومت او ولس د ملتیا قدردانه  وکړه او وې ویل: د تهران او بغداد امنیتي، اقتصادي او ټرانزیټي همکارۍ به د سیمې د امنیت د پیاوړتیا او پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

قالیباف همدارنګه د ترکمنستان د خلکو له ملي مشر او د مصلحت خلق شورا له رئیس قربانقلي بردي‌محمدوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، ټرانزیټي، انرژۍ او سرحدي همکاریو پر پراختیا، د اداري خنډونو پر لرې کولو او د تهران او عشق‌آباد ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.