پر امریکائي دښمن مو سخت او کوټلي ګوزارونه کړي دي
-
د اته کلنې سپېڅلې دفاع په پړاؤ کې د سپاه پاسداران قوماندان، سردار محسن رضایي
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران پخواني عمومي قوماندان وویل، د تفاهملیکونو له خلاف ورزۍ روسته په ۱۷ ورځني جنګ کې مو امریکا ته سخت ګوزارونه ورکړي دي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، جنرال محسن رضایي بیګا د ایران د ټيلیویژن په یوه ځانګړې خبري پروګرام کې وویل:
«د تفاهملیکونو له ماتېدو وروسته په ۱۷ ورځني جنګ کې ایران خپل پوځي او مخنیونکي بریدونه په لا زیات قوت او پراخوالي سره تعقیب کړل، او دغه بهیر نه یوازې دوام درلود، بلکې د عملیاتو سختوالی او دباؤ هم زیات شو.
هغه زیاته کړه موخه دا وه چې د دښمن پلانونه شنډ شي، د ایران دفاعي وړتیاوې لا پیاوړې شي او د مقابل لوري ظرفیتونه محدود شي.
سردار رضایي وویل، امریکایان د جنګ د لارې د بدلولو لپاره نوي پلانونه جوړوي.
هغه ټینګار وکړ:د ایران له نظره، په تېرو جګړو کې پرلهپسې ماتو دې ته لاره هواره کړې چې امریکایان نوو بیلګو او رودو ته هیله ولري، خو دا وضعیت ښئي چې د مقابل لوري د پرېکړو بهیر له عقلانیت څخه لیرې شوی دی.
هغه همدارنګه وویل:سره له دې چې د ایران اسلامي جمهوریت د جګړې د پراخېدو لېوالتیا نه لري، خو په بېلابېلو برخو کې هم خپل پیغام او هم سیاست تعقیبوي، څو دښمن ونه توانېږي د ناامنۍ په پراخولو سره سیمه یوې لا خطرناکې مرحلې ته واریده کړي.