د دنیا ځینې پوځونه د ترهګرۍ او کودتا ملاتړی دی
زمونږخبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی وویل دنړۍ دځینو هیوادونو نومونه دنورو هیوادونو په کورنیو کښې د لاسوهنې ، له ترهګرۍ او کودتا دملاتړ او قانون او د ملت نظرونو ته د بې پامۍ یادونه کوی خو دایران داسلامی جمهوریت پوځ تل په نیکۍ سره یادیږی
هغه نن په تهران کښې د ایران داسلامی جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه دسپیڅلی حرم په څنګ کښې د پوځ د ورځې د لمانځلو په دستورو کښې ددغه ورځې په امبارکۍ سره وویل دایران پوځ د هیواد دجایزې دفاع ، ایمان ، انضباط او د نظم او د ملی ګټو او دقانون په چوکاټ کښې د حرکت یادونه ده .
دایران ولسمشر حسن روحانی وویل ایران تل له تاوتریخوالو د لیرې کیدا هڅه کوی خو په عین حال کښې یې د نورو هیوادونو د دسیسو په وړاندې خپله هوښیاری ساتلی ده او خپل دفاعی قدرت یې ورځ تر بلې زیات کړی دی .
حسن روحانی ټینګار وکړ دایران وسله وال ځواکونه یرغلګر نه دی او ښودلی یې ده چې دتیریګرو په وړاندې ترکومه حده سخت او پریکنده دایران دفاع کوی .
دایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې سره چې دایران داسلامی جمهوریت وسله وال ځواکونه او پوځ د سرشیندنې ، ایثار ،الهی انګیزې او دایمان په شان ځانګړتیاوې لری وویل په ډیر کمو هیوادونو کښې دغه ځانګړتیاوې شته او هیڅ قدرت ، تجهیزات او امکانات دایران د وسله والو ځواکونو دقدرت او ځواک دانګیزې او ایمان ځاې نه نیسی .
نن دایران داسلامی جمهوریت د پوځ د زړورتیا ددرنښت ورځ ده .