امریکائي چارواکي پخپلو انتخاباتو کې ولې د؛ ایران دخالت؛ دروغجنې پروپيګنډې ته اړتیا لری؟
(last modified Sat, 24 Aug 2024 12:17:02 GMT )
Aug 24, 2024 16:47 Asia/Kabul
  • امریکائي  چارواکي پخپلو انتخاباتو کې ولې د؛ ایران دخالت؛ دروغجنې پروپيګنډې ته اړتیا لری؟

پارس ټوډی ـ د ایران اسلامي جمهوریت د امریکايي چارواکو له ادعاوو سره سره په ځلونو ویلي، چې تهران د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د لاسوهنې لپاره هیڅ هدف او انګیزه نه لري، ځکه د امریکا د ټاکنو مسله د دغه هېواد داخلي مسله ده.

د ایران پر ضد په یوه بیان کې، د ټرمپ د کمپاین ویاند ادعا وکړه چې په ایران پورې تړلي هیکرانو هڅه کړې چې د جون په میاشت کې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په سیالۍ کې د یو لوړ پوړي چارواکي اکاونټ ته ننوځي.

پارس ټوډی، د ایران د قدس ورځپاڼې په حواله لیکلي: په داسې حال کې چې سټیون چونګ دا ادعا له شواهدو پرته کړې، د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې په یوه راپور کې اعلان وکړ چې دوی د ډونالډ ټرمپ د کمپاین د ادعاوو په اړه څیړنه کوي چې د هغه اسناد د ایران لخوا هک شوي.

په دې لړ کې په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازي، د امریکې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین په هک کولو کې د تهران د رول په اړه ادعاګانې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د ایران حکومت د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د لاسوهنې هیڅ هدف او انګیزه نه لري.

د ټرمپ د کمپاین د ځینو داخلي مکتوبونو د هک کولو او غلا کولو له ادعا مخکې، د ټرمپ د وژنې، د انتخاباتو د ګډوډولو او د جمهوري غوښتونکي ګوند د دغه کاندید په انتخاباتي کمپاینونو باندې د تهران د منفي نفوذ په اړه د امریکا استخباراتي چارواکو د ایران په اسلامي جمهوریت تورونه لګولي دي.

د ټاکنو ګټلو لپاره د ټرمپ عام تاکتیک

د امریکا د مسایلو کاروپوه امیر علي ابوالفتح له قدس سره په مرکه کې د ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي مبارزو ادعاوو ته په اشارې سره چې ګواکې ایران د هغه اسناد هک کړي دي وویل: د امریکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نیږدې کیدو او په دغه هېواد کې د رسنیو فضا ته په پام سره ټرمپ داسې اقدامات ترسره کوي، ترڅو د امریکا د ټولنې فضا داسې لورې ته واړوي، چې د نړۍ په کچه د خپل انځور جوړولو سربېره د بایډن د ادارې د امنیتي وسایلو وړتیا کمزورې کړي.

هغه زیاتوي، ټرمپ په یادو تکتیکونو سره غواړي، په ځآنګړې ډول د امریکا فدرال پولیس اف بي ای او د دیموکراتانو مدیریت په اجرائیوي او نظارتي برخو کې تر پوښتنو لاندې راولي.

هغه څرګنده کړه: په عین حال کې چې د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین ویاند چونګ ادعا وکړه، د ایران د اسلامي جمهوریت استازي اعلان وکړ  چې تهران د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کاندید په پلوۍ یا خلاف د مداخلې هیڅ انګیزه نه لري او یادې ادعاوې یواځې تورنه دي او هیڅ حقیقت نلري.

سربیره پردې، ایراني پلاوي د امریکا له فدرالي پولیسو وغوښتل چې د دې ادعا اسناد دې تهران ته وسپاري څو ورته مناسب ځواب ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله د ټرمپ د کمپاین د مرکزي دفتر په هک کولو کې د ایران د لاس لرلو په اړه کوم اسناد نه دي وړاندې شوي.

د امریکې د مسائلو دغه کارپوه تاکید وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت په نړۍ کې د سایبر په ډګر کې یو نه جبرانېدونکې قدرت دی او د امریکې د امنیتی ارګانونو د اعلان له مخې په نړیوال ډګر کې یو له سایبري قدرتونو څخه ګڼل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران په شان هېواد چې د سایبر په ډګر کې د سرغړونې او دفاع په ډګر کې لوړ ظرفیتونه لري، په دغه ډګر کې د خپل توان په وجه د امریکې په انتخاباتي ډګر کې د مداخلې او هک کولو مکلفیت نه لري.

ابوالفتاح څرګنده کړه: د امریکا متحده ایالات په مستقیم او غیر مستقیم ډول د نړۍ په څه دپاسه ۸۰ خپلواکو هیوادونو کې د کودتاګانو، د حکومتونو د نسکورولو او داسې نورو برخو کې لاسوهنه کړې ده.

نن سبا امریکا پخپله د نړۍ په مختلفو انتخاباتو کې ترټولو ستر سرغړونکی او تورن دی او د ایران د اسلامي جمهوریت په ګډون په نورو خپلواکو هیوادونو یې تورونه بې اساسه او بې بنسټه دي.

ټرمپ په سیمه کې د ایران له نفوذ څخه وېره لري

د نړیوالو مسایلو او رسنیو کارپوه محمد لساني له قدس سره په مرکه کې په دې باور دی: د لویدیځې اسیا په سیمه کې د ایران د اسلامی جمهوریت رول په تیره بیا د غزې له خلکو، د فلسطین له ولس او د مقاومت له غورځنګونو څخه په ملاتړ کې د دې سبب شوی دی چې هر ډیموکراټیک او جمهوریت غوښتونکی کاندید د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ګټلو لپاره له دغې موضوع څخه استفاده وکړی.

ټرمپ هم په دې لټه کې دی چې د ایران په نوم په امریکايي ټولنه کې زیاتې رایې ترلاسه کوي.

هغه څرګنده کړه: د ایران اسلامی جمهوریت په تیرو ۴۶ کلونو کې تل په خپل مهم رول او سیمه ایز قدرت سره د امریکا او اروپایی متحدانو لپاره د امریکا د نوی نظم او د نوی مینځنی ختیځ د رامینځته کیدو اجازه نه ده ورکړې.

په نړیوالو پرمختګونو کې د ایران د رول روښانه کول او د امریکا لخوا د یوه ویجاړونکي نړیوال لوبغاړي په توګه وړاندې کول د ټرمپ او کاملا هریس په ګډون د امریکا د حکومت او ملي شخصیتونو لپاره په مدني اعتبار کې ګټور تمامیدای شي.

لساني زیاته کړه: په سایبري حملو کې د ایران د لاس لرلو په اړه د امریکې د چارواکو د ادعا په اړه تراوسه هیڅ سند نه دی وړاندې شوی، خو ټرمپ په دې تورونو سره غواړي ځان د امریکې د مینه والو او خلکو په مینځ کې یو افسانوي اتل وګرځوي.

 

ټیګونه